په ننګرهار كې د داعش په مركزونو بريد شوى

په ننګرهار كې د داعش په مركزونو بريد شوى

د ملي دفاع وزارت وايي: په وژل شويو كې د سعيد اماراتي او عبدالخالق په نومونو دوه مهم داعش قوماندانان هم شته، بل خوا د ننګرهار محلي چارواكو ويلي دا بريدونه په هسكه مينه ولسوالې كې شوي او د داعش څلور مركزونه له منځه تللي دي.

د شيكاګو پوليسو ته نوې لارې چارې ښودل كيږي

د شيكاګو پوليسو ته نوې لارې چارې ښودل كيږي

د شيكاګو ښاروال وايي پوليس بايد زده كړي چې څه وخت كولاى شي له وسلې كار واخلي. په شيكاګو كې لاريون كوونكو و له ښاغلي امانويل غوښتي چې د يوه تورپوستي ځوان د وژنې له امله له دندې لاس واخلي. چارواكي وايي تراوسه د شيكاكو پنځلس سلنه پوليسو په دې اړه روزل شوي چې څنكه له خشونت پرته له لاريون كوونكو سره مقاومت وكړي.

دداعش ستر مشر شپږ میاشتې په پاکستان کې تېرې کړې

دداعش ستر مشر شپږ میاشتې په پاکستان کې تېرې کړې

رحمن ملک وايي: (( کله مې چې په ګواجرنواله جومات کې څه مهال وړاندې دداعش د جنګیالیو د غونډو په اړه له رازونو پرده پورته کړه پرته له دلایلو پر ما د نیوکو باران شوو خو دا هیڅ منتقد دې ته نه ګوري چې ابوبکر بغدادي څرنګه شپږ میاشتې پاکستان کې تېرې کړې؟ د څه لپاره؟ د چا په ساتنه)).

په بلژيك كې امنيتي انديښنې

په بلژيك كې امنيتي انديښنې

د بلژيك په پلازمينه بروكسل كې د نوي كال په مناسبت اورلوبه لغوه شوې ده. رپوټونه وايي دا كار د امنيتي ګواښونو له امله شوى دى. په دې اړه د بلژيك لومړي وزير چارلز ميشل ويلي دا پريكړه د ترلاسه شويو معلوماتو پربنسټ شوى دى.

د دفاع وزارتونو مستقيمه كرښه

د دفاع وزارتونو مستقيمه كرښه

د پاكستان د پوځ وياند جنرال عاصم بجوا وايي په دې اړه د تيرې يكشنبه په ورځ افغانستان ته د پاكستان د لوى درستيز جنرال راحيل شريف د سفر په وخت كې پريكړه شوې ده.

د فارياب د اسيرانو برخليك څه شو؟

د فارياب د اسيرانو برخليك څه شو؟

د فارياب د ولايتي شورا غړي وايي چې دولت بايد د دغو كسانو د خوشي كولو په برخه كې جدي او عملي اقدام وكړي . هغه وايي په نورو سيمو كې چې كله داسې كسان د طالبانو له خوا نيول شوي د خوشي كولو په اړه يې جدي ګامونه پورته شوي ، خو د فارياب موضوع هيره شوې ده.

عبدالله عبدالله بايد له پښتنو بښنه وغواړي

عبدالله عبدالله بايد له پښتنو بښنه وغواړي

فاضل سانچاركي په پښتو ليكنې ته نقيصه كارولې ده، بل خوا د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار هم ويلي چې له دفاع وزارت څخه يې په دې اړه وضاحت غوښتى دى. عجيبه وضاحت چې لوحه مو ولې په پښتو ليكلې ده.

ترافكي پيښې درې تنه مړه كړل

ترافكي پيښې درې تنه مړه كړل

په غزني كې په يوه ترافيكي پيښه كې درۍ تنو ژوند له لاسه وركړ. دا پيښه نن له غرمې مخكې د كابل _ كندهار په لاره د غزني د روضې په سيمه كې شوې ده. د غزني د ترافيكو مدير محمد الله احمدي وايي چې په دې پيښه كې ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي.