شوراى نظار ته د وفادارۍ دسمال، د غني په غاړه كې

شوراى نظار ته د وفادارۍ دسمال، د غني په غاړه كې

بل خوا ويل كيږي چې له غني سره د هغه د مرستيالانو اړيكي هم ښي نه دي. جنرال دوستم او سروردانش فكر كوي چې امتيازات او صلاحيتونه د ده او عبدالله ترمنځ ويشل كيږي او دوى تش په نامه او بې صلاحيته مرستيالان دي. د دوى ناخوښي له هغه وخته پيل شوه چې غني احمد ضيا مسعود ته د خپل مرستيال په كچه صلاحيتونه وټاكل.

په هلمند كې د طالبانو يو لوى زندان مات شو

په هلمند كې د طالبانو يو لوى زندان مات شو

له دې زندان څخه نيژدې شپيته كسان خوشي شوي دي. د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيكو مسول محمد رسول ځاځى وايي چې دا ۵۹ كسان تيره شپه د ګرشك ولسوالې په نهرسراج ولسوالې كې د كوماندو ځواكونو په ځانګړو عملياتو كې خوشي شوي دي.

خلک د چا ومني ؟

خلک د چا ومني ؟

د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي وایی حکومت او ولسمشر خلکو ته درواغ وایي، افغانستان له ناوړه اقتصادي او سیاسي حالت سره مخ دی، اقتصادی وده مخ په ځوړ ده، سیاسی او اقتصادی ثبات له ماتې سره مخ دی، د وزګارتیا کچه ورځ تربلې لوړوالی مومي، خو حکومت یې د مخنیوي په اړه هیځ عملی ‌‌‌طرحه او تګلاره نه لري.

د ملی دفاع وزارت وایی امریکا ورته زړې الوتکې ورکولې

د ملی دفاع وزارت وایی امریکا ورته زړې الوتکې ورکولې

سیګار و یلی چې امریکا تر اوسه د افغان هوایی ځواک د جوړولو ا او پراختیا لپاره د دوه اعشاریه درې میلیارد ډالرو مرسته کړې ده. د راپور له مخې، د ۲۰۱۵ کال په څلورمه ربع کې د امریکا دفاع وزارت د افغان هوایی ځواک د پراختیا لپاره د ۹۲۵ تر ۶۸۳ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.