په تركيه كې د ترهګرو بريدونو خبردارى

په تركيه كې د ترهګرو بريدونو خبردارى

د ( سوزجو) خبري آژانس وايي په دې اعلاميه كې د جدي ګواښ يادونه شوې، د اسراييلو لومړي وزير هم تر دې وړاندې د ترهګرو بريدونو د احتمال يادونه كړې وه او ويلي يې وو په تركيه كې د ترهګرو بريدونو د ګواښ له امله بايد ټول اسرايلي اتباع له دغه هيواده ووځي.

هند كې له سلو ډېركسان سوځيدلي

هند كې له سلو ډېركسان سوځيدلي

دا اور تير ماسپښين لګيدلى او د معبد ودانى يې سوځولې او لوېدلې ده چې په كې بند كسانو ژوند له لاسه وركړى دى. د اورلګيدو لامل اورلوبه ښودل شوې او وايي په دې معبد كې هركال د فستيوال په پاى كې اورلوبې كيږي.

چین د یونان لوی بندر و پیره

چین د یونان لوی بندر و پیره

د کاسکو شرکت د دغه بندر د پیرودلو په موخه یونان ته د ۴۱۹ میلیون او ۷۰۰ زرو ډالرو معادل پیسې ورکړې دي. دغه تړون د ۶۷ سلنه بندر مالکیت چین ته ورکوي.
کاسکو اوس د دغه بندر ۵۱ سلنه ونډه له ځان سره لری او د شوې هوکړې له مخې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د شپاړس سلنه بندر مالکیت هم د ځان کړي. چین به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په دغه سیمه کې سل ملیون ډالره پانګونه کوي.

په تورخم کې افغانانو ته د پاکستان خبرداری

په تورخم کې افغانانو ته د پاکستان خبرداری

د پاکستان د فدرال دولت استازو په دغه سیمه کې له پاکستانیانو غوښتي مخکې له دې چې دا څلور ورځنی ضرب الاجل پای ته ورسیږي باید ټول هغه افغانان له کورونو وباسي چې د دوی کورونه او یاهټې یې کرایه کړي دي.

جان کري د اجرایی ریاست موده وغځوله

جان کري د اجرایی ریاست موده وغځوله

جان کري د کابل ـ واشنګتن دوه اړخیز کمیسیون غونډې ته په خبرو کې وویل ټاکنیز اصلاحات، له فساد سره مبارزه او د دموکراسي پیاوړتیا هغه اصلونه دي چې افغانستان ثبات ته رسولی شي.
نوموړي زیاته کړه داعش یو بل ګواښ دی چې امریکا او افغانستان به یې په ګډه مقابله وکړي. نوموړی داعش افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو ګواښ بولي او وایي په وړاندې یې باید ټول مقابله وکړي.

بندي خبريالې ته د مطبوعاتو جايزه وركړل شوه

بندي خبريالې ته د مطبوعاتو جايزه وركړل شوه

دا جايزه چې پنځه ويشت زره امريكايي ډالره مالي ارزښت لري هركال يې ملګري ملتونه د يوه كولمبيايي خبريال ( كويلرموكانوايساز) په نامه وركول كيږي، دا خبريال په ۱۹۸۶ م كال كې د خپلې ورځپاڼې د دفتر مخې ته ووژل شو.

حامد كرزى وايي غير مسولانه بريدونه ناوړه پايلې لري

حامد كرزى وايي غير مسولانه بريدونه ناوړه پايلې لري

حامد كرزي دا بريد د نړيوالو ځواكونو يوغير مسولانه كار بللى او وايي چې دا ډول غير مسولانه بريدونه به ناوړه پايلې ولري او كه دوام وكړي نو په هيواد كې د بهرنيو ځواكونو د حضور د دوام په اړه به د افغانانو غبرګونه راوپاروي.

ولسي جرګې تاج محمد جاهد او فريد حميدي ته د باور رايه وركړه

ولسي جرګې تاج محمد جاهد او فريد حميدي ته د باور رايه وركړه

د ولسي جرګې په ننۍ غونډه كې ۲۲۵ غړي حاضر وو چې له دې ډلې تاج محمد جاهد ۱۹۰ او فريد حميدي ۲۰۰ د باور رايې ترلاسه كړې . دغه دواړه نوماندان د روان کال د وري په ١٦مه د باور رايې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

خوست كې يو تن له سړي تښتوونكو وژغورل شو

خوست كې يو تن له سړي تښتوونكو وژغورل شو

ژغورل شوى شخص د خوست ښار د متون سيمې اوسيدونكى دى سيد امين نوميږي او وايي اته ورځې وړاندې د خوست ښار څخه څو تنو سړي تښتونکو سره د کار په موخه تللی و، خو سيمې ته په رسيدو يې په يو کور کې بندي کړی و.

هند له امريكابې پيلوټه جاسوسي الوتكې پيري

هند له امريكابې پيلوټه جاسوسي الوتكې پيري

هند له چين او پاكستان سره د اوږدو پولو او هند سمندرګي د څارنې په موخه دا كار كوي. دغه هيواد تردې وړاندې د جامو او كشمير د غرنيو سيمو د څارنې په موخه دا ډول الوتكې له اسراييلو پيرلې وې. ويل كېږي امريكا هم په سيمه كې د چين د پرمختګ پر وړاندې هند ته ارزښت وركوي او دغه هيواد له ا مريكا غوښتي چې په پرمخ تللې تكنالوژى سمبالې بې پيلوټه الوتكې وركړي.