حزب اسلامي وايي په افغان ځواكونو يې هيڅ بريد نه دى كړى

حزب اسلامي وايي په افغان ځواكونو يې هيڅ بريد نه دى كړى

د ګلبدین حکمتیار د ډلې لخوا د سولې خبرو ته راغلی استازی امين كريم وايي، دوی غواړي له افغانستان څخه بهرني سرتیري ووځي، خو دا یې د سولې د خبرو د پیل لپاره شرط نه دی.

حقجو وايي ولسمشرد كتنې وخت ورنه كړ

حقجو وايي ولسمشرد كتنې وخت ورنه كړ

حقجو وايي ولسمشر بايد د دغه ادارې د تيرو نهو مياشتو كارونه ارزولي واى ځكه په كارونو كې يې د پام وړ ښه والى راغلى دى. هغه وايي له كله چې د دغه ادارې د رييس په توګه ګومارل شوى څو ځلې يې هڅه كړې او له ولسمشر سره يې د كتنې غوښتنه كړې ، خو دا اجازه ورته نه ده وركړل شوې.

شهاب الدين ډنډ بيرته وسله والو نيولى دى

شهاب الدين ډنډ بيرته وسله والو نيولى دى

د بغلان د ولايتي شورا يوه غړي ويلي په دې جګړه كې څلور پوليس وژل شوي او څو نور ټپيان دي. شهاب الدين ډنډ د بغلان يوه ولسوالي ده چې په دې وروستيو كې له طالبانو بيرته نيول شوى و.

په دشت برچي كې څلور تنه د زنا په تور وژل شوي

په دشت برچي كې څلور تنه د زنا په تور وژل شوي

د كابل پوليسو هم منلې چې له ترلاسه شويو شواهدو ښكاري چې دا كسان د اخلاقي فساد په موخه راټول شوي وو. د سيمې يو شمير اوسيدونكي وايي دا كور څلور مياشتې مخكې كرايه شوې وه.

ولسمشر د قربان حقجو طرحه رد کړه

ولسمشر د قربان حقجو طرحه رد کړه

دا سرچینه وایی په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) په اړه دوه طرحې وړاندې شوې، چې يوه په خپله د ايسا ادارې له لوري وه، چې په کې د يادې ادارې لپاره وړانديز شوى و، چې د يوه بوديجوي واحد په توګه وپېژندل شي.