یو ځانګړی ځواک په افغانستان کې د امن ضمانت اخلي

یو ځانګړی ځواک په افغانستان کې د امن ضمانت اخلي

هغه طالبان چې د ځانګړو ځواکونو له عملیاتو څخه په کومه پیښه کې په چانس ژغورل شوي یا له صحنې وتلي، باور لري، چې افغان ځانګړي ځواکونه د ستنې تر سپم وځي او دوی ته بې انتها سخته ده، چې ددوی په مقابل کې مقاومت وکړي. دا د طالبانو لپاره ددوی په باور بد خبر دی، چې دا ۱۷ کسیزه ډله ۳۰ زره کسیزې ته زیاتیږي او فرقه یې په قول اردو بدلیږي.

چین امریکا په افغانستان کې د خپلې پانګونې ستر مانع ګڼي

چین امریکا په افغانستان کې د خپلې پانګونې ستر مانع ګڼي

ډېری شننونکي په دې اند دي چې تر هغه چې امریکا او ناټو په افغانستان کې حضور لري نو چین به کله هم دغه هېواد ته زړه ښه نه کړي، بلکه یواځې د نړۍ د خولې د بندولو په لپاره به دلته دومره پانګونه کوي چې څوک ورته ګوته ونه نیسي.

چین پاکستان ته د لارې په غځولو پروژه پښیمانه شوی دی

چین پاکستان ته د لارې په غځولو پروژه پښیمانه شوی دی

د بریتانیا د پارلمان غړو د بحث په دوران کې ګلګت بلتستان په اړه وویل چې دغه سیمه د جمو او کشمیر اړونده سیمه ده او د پاکستان وروستي پاروونکي پوځي حرکتونه په سیمه کې نوي کشالو ته لاره هواروي.

د ټاکنیزو کمیسیونونو قوانین د غني او عبدالله تر پښو لاندې شول.

د ټاکنیزو کمیسیونونو قوانین د غني او عبدالله تر پښو لاندې شول.

د انتخاباتي کمیسیونونو څارونکې ډلې وايي، نه یوازې چې ارګ د کمیشنرانو او اداري پلاوي په ټاکنو کې له پوره نفوذ او سلیقې کار واخیست اما ددې سره سره دا حکومت تر تير هغه ډیره هڅه کوي، چې په ټاکنیزو کمیسیونونو او چارو کې یې لاس وهنه وکړي.

د میدان وردګو د والي د اختلاس دوسیه عدلي مرکز ته رسېدلې ده

د میدان وردګو د والي د اختلاس دوسیه عدلي مرکز ته رسېدلې ده

د میدان وردګو ولایت د استناف څارنوالۍ یوه سرچینه وايي ددغه ولایت د والي ځونډي ګل زماني او متعلقینو هغه دوسیه یې د لویې څارنوالۍ مقام -عدلي مرکز ته استولې چې د لوړ تناژ ترازو په برخه کې د میلیونونو ډالرو له اختلاس پرده پورته کوي.

اسماعیل خان درې میلیون ډالر غلا کړي

اسماعیل خان درې میلیون ډالر غلا کړي

د سیګار راپور وايي، اسماعیل خان چې د اوبو بریښنا په چارو کې هیڅ علمیت او تخصص نلري، له خپلې مافیايي کړۍ سره لاس یو کړ او د ویجاړو جنراتورونو او له کاره غورځېدلو لینونو د اخیستلو په پلمه یې درې میلیونه ډالره د اوبو بریښنا د وزیر په توګه په بډه ووهلې.

  • 1
  • 2