یوناما وایې  په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې ده

یوناما وایې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر يا يوناما په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې د ۲۰۱۷ زيږديز کال په لومړيو دريو مياشتو کې په افغانستان کې ۷۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۶۶ تنه نور ټپيان شوي، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه کموالی ښيي.