راتلونکې جګړه (افغانستان د ډانګ او پړانګ ترمېنځ)

راتلونکې جګړه (افغانستان د ډانګ او پړانګ ترمېنځ)

مونږ د یوویشتمې پېړۍ په داسې یو پړاو کې اوسېږو چېرته چې پخواني نیواکګر له  یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ دي‌ او د سړې جګړې را وروستو هغه حالت چې نړېوال نظام یواځې د یو هېواد لخوا اداره کېدو اوس داسې يو پړاو ته ننوتې چې نړېوال نظام به له یو قطبي سیستم (Unipolar System) څخه څو قطبي سیستم (Multipolar System) پر لوري ګامزن دی. د یوویشتمې پېړۍ په روان وخت کې د پخوانېو نیواکګرو برلاسیتوب (Hegemony) له خطر سره مخ ده، او نوي نیواکګر ځانونه چمتو کوي‌.