سیمه، افغانستان او یو نامالوم راتلونکی

سیمه، افغانستان او یو نامالوم راتلونکی

په تېره برخه کې مو د هند او امریکا له لوري د «ورېښمو د نوې لار» ګډې پروژې په اړه یادونه وکړه او همدارنګه په اسیا کې د امریکا د واک توازن د رامنځته کولو (Rebalancing Asia)‌ په اړه هم یادونه وکړه او د هماغې لیکنې په دوام به په دې برخه کې لږ پسې نور وضاحت وکړم.

د کورنیو چارو وزارت وایې د کابل په وروستۍ پېښه کې اعتراز کونکي پولیسو نه دي وژلي

د کورنیو چارو وزارت وایې د کابل په وروستۍ پېښه کې اعتراز کونکي پولیسو نه دي وژلي

د کورنيو چارو وزارت وايي په کابل کې به د اعتراض کوونکو د خيمو د ټولولو پر مهال د يوه کس د وژل کېدو پېښه په دقت سره وڅېړي، ځکه په وينا يې پوليس د خيمو ټولولو ته بې وسلې ورغلي وو.

سیاسي اختلافونه چې د حیواناتو ژوند ګواښي

سیاسي اختلافونه چې د حیواناتو ژوند ګواښي

عربستان د قطر مېږې او اوښان هم له خپلې خاورې وباسي، بالاخره د دوحې او ځینو خلیجي هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا له کبله اوښان او مېږې هم د زیانمنېدونکو لېست کې شامل شول؛ داسې چې سعودي عربستان دوحې ته د قطریانو د زرګونو اوښانو د ورستنولو هوډ کړی.

ولسي جرګه وایې دولت دې پر ډېورنډ د پاکستان د تاسیساتو مخه ونیسي

ولسي جرګه وایې دولت دې پر ډېورنډ د پاکستان د تاسیساتو مخه ونیسي

د ولسي جرګې غړي وايي پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه ددیوال جوړولو یا اغزن سیم کشولو حق نه لري. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د پاکستان وروستۍ څرګندونې غندلې چې ویلي یې دي، پر ډیورنډ فرضي کرښه به د امنیت په موخه دېوال جوړوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایې له امریکا سره له تقابل یې ویره نشه

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایې له امریکا سره له تقابل یې ویره نشه

انتونیو ګوتریس چې د ملګرو ملتونو د مشرۍ له دندې وروسته د لومړي ځل لپاره په خبري کنفرانس کې راڅرګند شو، وايي امریکا له ملګرو ملتونو سره خپله مرسته کموي چې دا د اندېښنې وړ مسله ده.

افغانستان او هند (هوایې دهلز ) پروژه پرانسته

افغانستان او هند (هوایې دهلز ) پروژه پرانسته

د افغانستان – هندوستان د هوايي دهلېز پروژه نن رسماً پرانيستل شوه. دا پروژه د ولسمشر محمداشرف غني او د هند د لومړي وزير نريندرا مودي ګډ نوښت دی، چې د ۲۰۱۶ زيږدیز کال په ډسمبر مياشت کې د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې اعلان شوې وه.

بارنټ روبین وایې د افغانستان ثبات د سرتیرو په لیږد کې نه بلکې په سیمه ییزه همکاری کې دی

بارنټ روبین وایې د افغانستان ثبات د سرتیرو په لیږد کې نه بلکې په سیمه ییزه همکاری کې دی

یوازې د سرتېرو لېږل د افغانستان کړکیچ نه شي حل کولی. امریکايي لیکوال او د افغانستان د چارو کارپوه بارنټ روبین وايي، په سیمه کې ګڼې نورې ستونزې شته دي چې د افغانستان ستونزه یې سخته کړې ده.

دهویت ملاتړي ځواکونه

دهویت ملاتړي ځواکونه

د افغانستان د شخړې یوه برخه په ( هویتي عقدو ) کې ريښه لري. داغریزي عقدې کله سیاسي او ان پوځي شوې هم دي او وینې هم پرې بهېدلي دي. ځینې شنونکي یې د کوشنیو هویتونو جګړه هم بولي، چې ګواکې د لویو هویتونو په وړاندې روانه ده.