محور

محور یوه خپلواکه رسنۍ ده !

اوربند ولې محور شو؟

انګېرل شوې وه چې د اوربند برېښنايي رسنۍ به د محور د چاپي اخبار ځایناستی وي. موږ سره له دې چې په چاپي رسنیو کې محور ته ځانګړی نوم ګټلی و،‌ دا ځل مو غوښتل چې د برېښنايي رسنیو په ډګر کې له نوي نوم او رنګ سره رابرڅېره شو. دا وېب‌پاڼه تر ډېره بریالۍ پر مخ لاړه او خلکو خوښه کړه خو څه موده کېږي‌ چې ځینو دوستانو د اوربند په نوم مجله چاپ ته راویستې. له بده مرغه موږ دوی سره کوم تفاهم ته ونه رسېدو او اړ شولو چې خپل نوم له اوربنده بېرته محور کړو. دوی د اوربند مجلې رسمي سند لري‌ چې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې یې ثبت کړی او موږ له دې خبر نه وو. هیله ده وروسته له دې د محور تر نامه لاندې راسره اوسئ. محور به اوس تر نوي مدیریت لاندې تاسو درنو لوستونکو ته خپرونې کوي.
د ټولو لوستونکو مننه چې زموږ د پاڼې ملاتړ یې کړی. هیله ده تر دې وروسته هم راسره واوسئ تر څو موږ په دې بریالي شو چې ستاسې د رغندو نیوکو، وړاندیزونو او نظرونو په رڼا کې محور ته د هېواد د نورو برېښنايي رسنیو تر منځ خپل ځای ومومو.

په ټوله افغاني مینه
درناوی