کورني خبرونه

ولسي جرګه وایې دولت دې پر ډېورنډ د پاکستان د تاسیساتو مخه ونیسي

ولسي جرګه وایې دولت دې پر ډېورنډ د پاکستان د تاسیساتو مخه ونیسي

د ولسي جرګې غړي وايي پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه ددیوال جوړولو یا اغزن سیم کشولو حق نه لري. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د پاکستان وروستۍ څرګندونې غندلې چې ویلي یې دي، پر ډیورنډ فرضي کرښه به د امنیت په موخه دېوال جوړوي.

افغانستان او هند (هوایې دهلز ) پروژه پرانسته

افغانستان او هند (هوایې دهلز ) پروژه پرانسته

د افغانستان – هندوستان د هوايي دهلېز پروژه نن رسماً پرانيستل شوه. دا پروژه د ولسمشر محمداشرف غني او د هند د لومړي وزير نريندرا مودي ګډ نوښت دی، چې د ۲۰۱۶ زيږدیز کال په ډسمبر مياشت کې د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې اعلان شوې وه.

بارنټ روبین وایې د افغانستان ثبات د سرتیرو په لیږد کې نه بلکې په سیمه ییزه همکاری کې دی

بارنټ روبین وایې د افغانستان ثبات د سرتیرو په لیږد کې نه بلکې په سیمه ییزه همکاری کې دی

یوازې د سرتېرو لېږل د افغانستان کړکیچ نه شي حل کولی. امریکايي لیکوال او د افغانستان د چارو کارپوه بارنټ روبین وايي، په سیمه کې ګڼې نورې ستونزې شته دي چې د افغانستان ستونزه یې سخته کړې ده.

په ميدان وردګو کې له نظامه د ملاتړ غونډه په ناندريو واوښته

په ميدان وردګو کې له نظامه د ملاتړ غونډه په ناندريو واوښته

د وردګو په مرکز ميدان ښار کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې له نظامه د ملاتړ غونډه جوړه شوې وه، چې د والي انجنير ځنډي ګل زماني په ګډون د سيمه ييزو حکومتي ادارو مشرانو، د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو پکې ګډون کړی وو.

امریکا د افغانستان په اړه په ستراتیژي کې په پاکستان باندې فشارونه شامل کړي دي

امریکا د افغانستان په اړه په ستراتیژي کې په پاکستان باندې فشارونه شامل کړي دي

د افغانستان لپاره به د امريکا د نوې ستراتيژۍ يوه برخه پر پاکستان د فشارونو راوستلو ته ګوښې شي. واشنګټڼ اګزمينر وېبپاڼې په يوه مطلب کې چې نن خپور شوی ويلي، د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس تېره اونۍ د امريکا د کانګرس مختلفو کمېټو ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به د امريکا د تېرو غلطيو د تکرار مخنيوی وکړي.