امریکا سره اوربند، خو افغان سره جنګ

امریکا سره اوربند، خو افغان سره جنګ

لیکنه: محمد الیاس سعیدي

له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو تر قطع کېدو وروسته دا سربډاله ډله اوس د امریکا د ویرولو لپاره خپل پلاوی کله روسیې، کله چین او کله هم ایران ته استوي. دا ټول ددې لپاره چې له امریکا د قطع شویو مذاکراتو غچ واخلي، خو د خوف او رجا ترمنځ دریځ یې ځګه ګونګ دی، چې ستغه او ناهیلي یې دواړه ناکامي ده.

له امریکایانو څخه غچ هم له افغانانو اخلي او د ناکامۍ او ناهیلۍ زور یې پر افغانانو راوستی، ځکه که د امریکا پر ضد نه ستغه ژبه کارولی شي، چې نه تمه یې بیخي قطع شي او نه یې پر وړاندې بریدونو ته زور ورکولی شي چې د امریکا هر اخطار به یې د ناهیلۍ ګراف نور هم لوړ کړي. نو د جګړې په ډګر کې د خپل ځان قوي ښودلو لپاره باید ټول څه له افغانانو سره وکړي.

د طالبانو د تحریک له پیله او بیا په تېرو اتلسو کلونو کې د طالبانو موقف تر دې زیات نه و کمزوری شوی او د امریکا له لوري د مذاکراتو تر قطع کېدو وروسته خو یې اعلامیه کې دریځ هم تر ټولو کمزوری او د خوف او رجا تر منځ و.

خو د زور خبره دلته ده، چې طالب له تېرې یوې اونۍ په نړیوالې میډیا همدا چیغې وهي، چې موږ ښه نه دي کړي او له امریکا سره ډز بندي کوو، اوربند کوو، جګړه نه کوو، خو دوی دې بېرته له موږ سره مذاکرات پیل کړي.

دا په دې معنی ده، چې طالب امریکا او نړیوالو ته هر تضمین ورکولو ته تیار دي، خو افغان وژنه به دوام لري او هره ورځ به د طالب انتحار او انفجار په افغانستان کې د لسګونه افغانانو ژوند اخلي.

جنګ په افغانستان دی، جنجال په حکومت دی او برخه به په افغان دولت کې ورکول کېږي، خو له امریکا سره به اوربند کېږي، اما له افغان حکومت سره به نه کېږي، افغان وژنه به دوام کوي او د افغانستان پر سر هره معامله به له امریکا سره کېږي؟

دا نو کوم منطق او کوم استدلال دی، چې طالب یې زمزمه کوي او بیا تمه لري ولس یې په ګلونو هرکلی هم وکړي. د سولې احسان هم پرې ور واچوي او د دوی منندوی هم وي، چې که یوه ورځ یې نه وژني، نو ستاینې یې وکړي.

د طالب له دې استدلال او امنطق یې حسابوه. کټ مټ همدا منطق او استدلال یې په جګړه کې هم دی او دوی چې بین الافغاني خبرو اترو ته نه حاضرېږي، همدې پوښتنو ته له ځواب ویلو ویرېږي.

له یوې خوا په نړیواله میډیا کې ځانته په دې ټکي کمپاین کوي، چې عام المنفعه تاسیسات نه ورانوي، ساتنه یې کوي او په تېرو اتلسو کلونو کې دوی هیڅ داسې اقدام نه دی کړی، خو له بل لوري همدا اوس کابل د دوی له لاسه په توره تیاره کې دی، سړکونه او پلچکونه په بمونو الوزوي او انجینر او ډاکتر خو ترې ژوندی نه پاتې کېږي. دا ولس ته ثابت شوي، خو یادونه یې یوازې د دوی د تناقض او کمزوري موقف ثابتولو لپاره کېږي.

سربډاله طالب له تېرو دوو کلونو راهیسې هماغسې چې په سیاسي جریان کې راګیر دی، په جګړه کې هم راګیر دی او هره ورځ د مهمو قوماندانانو، د سرې قطعې د غړو او ان د دوی د والیانو د له منځه وړلو خبرونه اورو. په ټولنیزه میډیا کې د دوی تبادله کېدونکي پیغامونه ښیي، چې طالبان د جګړې په لیکو کې هم له وارخطایۍ سره مخ دي او له تېر یوه کال راهیسې پرې داسې فشارونه راوړل شوي، چې ساری نه لري. د سیاسي او نظامي ډلې تر منځ انشعاب یې هم ښکاره دی.

مشران یې دا ټول چلینجونه یوازې او یوازې د خپل جنګي مورال د بایللو له ویرې پټ ساتي کنه په تبلیغاتو کې به یې په جزیاتو ټول خبر شوي وای. هره ورځ د سلو او یو سل او څلوېښتو تر منځ د جنګیالیو د قتل زغم اسانه خبره نه ده. د انسان قتل، جګړه او یو بل له منځه وړل هیڅکله هم د ویاړ او فخر خبره نه ده، اما څوک چې له وژنې پرته بله هیڅ لاره نه پېژني او نه یې انتخابوي، نو کومه بله لار ورسره انتخابېدای شي!

دغسې یوه ډله څنګه ځانته افغانان ویلی شي؟ څنګه د افغانانو استازیتوب کولی شي؟ او څنګه ترې د خیر تمه کېدای شي؟ د بهرني ژوند او مرګ ورته په هر قېمت معنی لري، خو د افغان انسان ژوند ورته هیڅ ارزښت نه لري او بیا تمه هم لري، چې څوک یې د ای ایس ای استازي نه، سوچه افغانان وبولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.