امریکا وايي که هوکړه وشي او کنه، د خپلو سرتېرو شمېر کموو

امریکا وايي که هوکړه وشي او کنه، د خپلو سرتېرو شمېر کموو

محور، دوشنبه، د مرغومي ۲۳مه

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار وايي، روان کال له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېدل شوني دي، خو ټینګار یې کړی که چیري دغه هوکړه هم ونشي ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمولو ته چمتو دی. رابرت اوبراین پرون له اکسیوس خبري ویب سایټ سره په مرکه کي ویلي  اوس هغه شرایط بېرته راګرځيدلي، چې متحده ایالات له طالبانو سره خبرې کوي.  اوبراین ویلي: افغان سرتېري ښه عمل کوي داسې فکر کوم، چې ډېر ژر به په یو موقعیت کې قرار ولري، که چیري د یوې معاملې له مخې وي یا پرته له معاملې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړو.  هغه ویلي دوی له طالبانو سره خبرو ته راګرځېدلي اوتمه لري چې په لنډ وخت کې د یوې ښې هوکړې شاهدان اوسي. اوبراین څرګنده کړې، دوی پر یوې هوکړې کار کوي خو باید یوه ښه معامله وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له تېرې یوې اونۍ راپدیخوا په قطر کې دی، ویل کېږي چې دواړه لوري به دا ځل په افغانستان کې د تاوتریخوالې پر کمولو اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلولو خبرې وکړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.