بلخ کې د کرکټ لوبغالي جوړېدو تړون لاسلیک شو

بلخ کې د کرکټ لوبغالي جوړېدو تړون لاسلیک شو

د افغانستان کرکټ بورډ  مشر عزیزالله فضلي، نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د فوشنج ودانیز شرکت له مرستيال یورش سلیمي سره د بلخ کرکټ لوبغالي د ودانیزو چارو د پيلولو هوکړه لیک لاسلیک کړ او له هغوی يې غوښتنه وکړه چې د دغه لوبغالي چارې په خپل وخت په معیاري توګه ترسره کړي.

 

فضلي په دغه خبري ناسته کې وویل: ((د بلخ کرکټ لوبغالی په شمال کې يوه ستره پروژه ده چې د دوست هندوستان هېواد په مالي ملاتړ جوړېږي او په بلخ او شا وخوا ولایتونو کې به ورسره کرکټ ډېر پرمختګ وکړي او ډېر استعدادونه به وروزل شي.))

 

هغه همدا راز بلخ کې د جوړېدونکي لوبغالي له جوړوونکي شرکت وغوښتل چې ددې لوبغالي ټولې چارې په معیاري ډول مخ ته یوسي.

نوموړي همدا راز یادونه وکړه چې د میدان وردګ، لوګر او پکتيکا ولایتونو د لوبغالو د رغنیزو چارو قراردادونه به هم ژر د ښار جوړونې وزارت د تدارکاتو ریاست له لوري له شرکتونو سره لاسلیک شي او اوسمهال د یادو پروژو د تدارکاتو لړۍ ۹۰ سلنه بشپړه شوې ده.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.