بهرنیو چارو وزارت، که د نظام اپوزېسیون!؟

بهرنیو چارو وزارت، که د نظام اپوزېسیون!؟

لیکنه: مسعود افغان

په نړۍ کي د هیوادونو تر منځ دولت او حکومت شکل توپیر لري چي ځیني دولتونه په بسیط او ځیني مرکب شکل جوړ وي، یعني مرکزي، فدرالي او کنفدرال شکل باندي جوړ وي، د نظام یا د حکومت د شکل له لحاظه بیا دا دولتونه په جمهوري او شاهي ډول ویشل کیږي، چي دا دواړه هر یو یې دوه ډولونه لري.

افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چي د دولت شکل یې بسیط او نظام یې جمهوري قسما ریاستي دي چي په مطلق ډول په ریاستي شکل ندی جوړ یعني د کابینې غړو ته د تایید د رايي په ورکړي، استحضا او سلب صلاحیت کي مقننه قوه واک لري چي حکومت اړ دي چي مخکي لدې چي خپله کابینه په رسمي ډول په کار وګماري پارلمان ته به یې د تایید لپاره معرفي کوي.

په ریاستي نظامونو کي ټول وزارتونه د جمهور ریس تر حکم او فرمان لاندي وي، افغانستان هم یو له هغه هیوادنو څخه دی چي ټول وزارتونه د جمهور ریس تر حکم لاندي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د یو هیواد له ډیرو مهمو او کلیدي وزارتونو څخه شمیرل کیږي ځکه چي د هیواد بهرني پالیسي او خط مشی د همدې وزارت لخوا عملي کیږي، عموما په نړیواله سطحه ټول هیوادونه کوښښ کوي چي د بهرنیو چارو وزارت لپاره داسي یو وړ کس د وزیر په توګه وګماري چي وکولای سي د هیواد بهرني پالیسي په داسي ډول پر مخ یوسي چي په نړیواله سطحه د خپل هیواد لپاره ښه مقام او نیک نوم پیدا کړي او د هیوادونه سره د هیواد د ملي منافعو او ارزښتونو په رڼا کي د هیواد د پالیسي سره سم اړیکي جوړي کړي، سفارتونو کي داسي کسان په دنده وګماري چي هغه مسؤلیتونه چي ورته مشخص سوي وي په ښه ډول ادا کړي.

خو د افغانستان د ملي وحدت په تیره پنځه کلنه دوره کي بیا د ددې وزارت سرپرستي یو داسي شخص پر مخ وړل چي په خپلو کارونو کي د بې کفایتي او پس پاتي والي له امله پارلمان څو ځله استیضاح کړی او د کارونو د پس پاتي والي وضاحت یې ورڅخه غوښتی دي خو ښاغلي نه یواځي داچي د پارلمان لخوا منفي رایه ورکړل سول او ویې نسوای کولای چي د پارلمان پوښتنو ته جواب ووايي د حکومت د کاري مودې تر پایه په غیر قانوني ډول یې ددې وزارت سرپرستي ته دوام ورکړ، نوموړي  د کار وړتیا د نه درلودلو تر څنګ د همږغي او کدرونو په تشخیص کي هم ډیر زیات مشکل درلودی د حکومت د لومړي ورځي څخه یې د حکومت په خلاف دریځ نیولی او د حکومت په خلاف یې د اپوزیسون رول ادا کړیدی، سره لدې چي د ښاغلي رباني سرپرستي غیر قانوني وه په وزارت کي یې اکثره مامورین او ډیپلوماټان د لیاقت او وړتیا په اساس نه بلکي د معاملې او اړیکو په اساس مقررول دا چي ولي یې په غیر قانوني ډول د ملي وحدت د حکومت تر پایه سرپرستي ته دوام ورکړ دلته یې راسره ولولئ!

افغانستان د نړۍ یو له هغه پس پاته هیوادونو څخه دی چي قومي او ژبني مضوعات تر اوسه هم ښه په زور کي روان دی، قومي جوړښتونو ته ډیر ارزښت ورکول کیږي.

پر افغانستان په داسي یو حالت کي د ولسواکي نظام حاکم سو چي لا یې د اطرافو خلګ د کمون اولیه په شکل ژوند لري، د ټکنالوجي لومړني وسایل لا تر اوسه ورته نااشنا ښکاري، علمیت نلري د ذهنیت جوړني لپاره کار ندی سوی، دا چي رایه څه ده په ولسواکي نظام کي یې اهمیت څه دی ورته بې تفاوته دي، د ملک او ارباب رول د پاچاهي په حد کي وي نو په داسي یو ملک کي د ولسواکي نظام تر ګټي تاوان ډیر وي.

نو له همدې کبله افغانستان کي ټاکني هم ډیري جنجالي وي چي یو له هغه څخه د ۲۰۱۴ م کال ټاکني وې چي د دوهم پړاوو ټاکنو د ترسره کیدو څخه وروسته پر پایلو د نوماندانو ډاډ حاصل نسو چي په پایله کي د دوهم پړاوو ټاکنو د ډواړو ټیمونو نوماندانو ځانونه بریالي اعلان کړل چي وروسته تر هغه د مصلحت په اساس د ملي یوالي حکومت جوړ سو، حکومت پنځوس پنځوس د دواړو نوماندانو تر منځ وویشل سو، ښاغلی غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله بیا د اجراییه ریس په صفت خپل د کابینې په ټاکلو شروع وکړل، په لومړي سر کي کوښښ پردې وو چي د وړتیا په اساس بستونو ته کسان وګمارل سي، خو د بهرنیو چارو د وزارت بیا له لویه سره یو بې کفایته شخص په نصیب سو، بې کفایتي له علمي لحاظه نده بلکي د مهارت او مدیریت لکبله ده چي ویې نسوای کولای چي په نړیواله سطحه د افغانستان لپاره یو ښه مقام خپل کړي بلکي دده د ناکام مدیریت لکبله او د حکومت سره نه همږغي او پخپل سري ډول د ملي منافعو په خلاف د خپل میل سره سم د هیوادونو سره اړیکی جوړول د خپلي خوښي او میل سره سم دیاد وزارت په لوړو او مهمو بستونو کي د داسي کسانو ګمارل چي علمیت او وړتیا یې نه درلوده هغه څه وو چي د افغانستان حیثیت یې تر سوال لاندي راوستی، ځکه اکثریت ډیپلوماټان او د بهرنیو چارو وزارت مامورین د اړیکو له لاري په دنده ګمارل کیدل، په هر بست کي باید چي مقرري د وړتیا او لیاقت په اساس وي خو بهرنیو چارو وزارت کي بیا لدې کبله تر ټولو مهمه ده چي هر افغان ډیپلوماټ په هغه هیواد کي د افغانانو او د افغانستان د منافعو د مدافع په حیث کار کوي نو باید چي ډیر زیات وړ، لایق او د مهارت درلودونکی وي، خو د ښاغلي رباني ددې غیر قانوني مقررۍ موخه پرته له را روانو ټاکنو بل څه نه وه، پدې مانا چي هغه د خان او ملک زامن یې مقرورل چي له همدې لاري یې غوښتل د یادو کسانو څخه  را روانو ټاکنو کي خپل د ټیم په ګټه د رایو په راټولولو کي تر کار واخلي.

خو په بهرنیو چارو وزارت کي بیا داسي یوه کړنه دهیواد د حیثیت تر پښو لاندي کولو په مانا ده ځکه لکه مخکي چي مو وویل دا هغه وزارت دي چي د هیواد بهرنۍ پالیسي او خط مشی همدا وزارت پر مخ وړي او د یو هیواد ډیره ستر مسؤلیت د همدې وزارت د مامورینو پر غاړه دي چي باید په یو خاص وړتیا او مهارت سره یې ترسره کړي.

مثلا که موږ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته نظر وکړو نو دا  وزارت د افغان سولي په پروسه کي ځان دومره دخیل کړی چي کله پدې پروسه کي په ډیره کمه اندازه هم د پاکستاني منافعو ته ضرر ورسیږي یا په نظر کي ونه نیول سي نو بیا په دې پروسه کي خنډونه پیښوي او دومره ګام پر ګام د خپل هیواد ملي منافع تعقیبوي چي ځان داسي معرفي کوي لکه د افغانستان روان ناورین کي تر ټولو زیات تاوان دوی ته رسیدلی وي.

خو همدا د بهرنیو چارو وزارت دنده ده چي څه ډول په بهرني سیاست کي د خپل هیواد ګټي خوندي کړي، د سفارتونو له لاري د نورو هیوادونو غیر قانوني لاسوهني او ناروا ګټي تشخیص او پخپل هیواد کي یې د پلي کیدو مخه ونیسي، خو دا هغه وخت امکان لري چي وزیر او مامورین یې ددې کارونو د ترسره کولو توان او وړتیا ولري.

د اړیکو پر اساس ګمارنه یواځي په بهرنیو چارو وزارت کي نه بلکي په ټولو وزارتونو کي ترسره کیږي او دواړو ټیمونو تر خپله وسه د رایو ټولو په خاطر دا چاره ترسره کړیده خو د روان بهران څخه د افغانستان د وتلو په خاطر لازمه ده چي حکومت هم خپله دا ډول کړنه ترسره نکړي او د نورو کړیو مخه هم ونیسي چي نور روابط پر ظوابطو حاکم نسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.