بې ثباته ثبات او همپالنه

بې ثباته ثبات او همپالنه

لیکنه: محمد الیاس

د ټاکنو فلسفه او اصل همدا دی، چې یو اړخ به ګټونکی او بل اړخ به بایلونکی وي، خو د ثبات او همپالنې لپاره بیا د اصل سرچپه دی. دا چې دا ځل به کیسه داسې نه وي دلایل یې ګڼ دي، خو ولې د ثبات او همپالنې ټیم بې ثباته دی؟

په افغانستان کې د موجودو امکاناتو پر اساس د پخوانیو هغو په پرتله د ۱۳۹۸ کال د تلې ۶ نېټې ټاکنې نسبتاً ښې وې او ټول اړخونه مکلف دي پایلې ومني.

د ټاکنو کمېسیون په کارونو انتقاد کول پخپل ځان انتقاد دی، ځکه د کمېشنرانو او د ټاکنو کمېسیون د غړو ټاکلو لپاره ټولو کاندیدانو رایې ورکړې دي او په هغو کې د برحاله ولسمشر غني یوازې یوه رایه وه. د کمېسیون ټول کارونه او مدیریت د ټولو کاندیدانو د ګډې موافقې پایله ده.

خو زموږ د لیکنې موضوع دا ده، چې تر ټاکنو وړاندې، د ټاکنو په جریان کې او تر ټاکنو وروسته ولې د ثبات او همپالنې په ټیم کې بې ثباتي لیدل کېږي؟ هره ورځ کنفرانسونه ورکوي؟ ناظرین یې هره ورځ په کمېسیون کې د رایو شمېرلو او مرکزي ډېټا سنټر ته د معلوماتو د لېږد په پروسه کې خنډونه رامنځته کړل؟ او بالاخره ولې د ثبات او همپالنې ټیم تر بل هر وخت ډېر له سیاسي بې ثباتۍ رنځېږي؟

دلایل یې ګڼ دي، خو زه به په دې لیکنه کې په هغو ښکاره دلایلو بحث وکړم، چې ددې ټیم بې ثباتي ثابتوي.

ثبات او همپالنې ټیم تر ټاکنو وړاندې د ملي ټیم جوړولو له یوه لوی خنډ سره مخ ول. په دې ټیم کې د پښتنو ځایګی او مقام ډېر ټیټ دی. اجرائیه ریاست چې په تېرو پنځو کلونو کې په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول پښتنو سیمو کې ښه تصویر نه لري، په ثبات او همپالنې ټیم کې پښتنو ته ورکړل شو. زما د خبرې دلیل دا دی، چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په ټولو هغو پروژو او مسایلو کې خنډ رامنځته کاوه، چې لوی تصویر یې پښتنو ته منسوبېده. دا په دې معنی نه چې ګنې دغه لویې پروژې یوازې پښتنو ته ځانګړې شوې وې، مګر عبدالله عبدالله په یوه او بل نوم پښتنو ته منسوبولې او له همدې وجې اجرائیه ریاست د پښتنو د حقونو خوړلو په یوه پاټک بدل شو. بېلګې یې پریمانه دي لکه د بریښنایي تذکرو مخالفت، د دوی د ټیم د برېښنا وزیر ټولې پروژې یوازې په بدخشان او هرات کې ډيزاین کړې وې او…

ثبات او همپالنې په دویم ګام کې د بریالي کېدو لپاره د پخوا په څېر اټکل درلود. د رایو بانکونو په نوم یې قومي ټیکه دارانو ته پخپل ټیم کې پریمانه اعزازي مقامونه ایجاد کړل او د ټاکنو په ټول جریان کې د دغو مقامونو پر سر بې ثباتي موجوده وه. کله به ددې ټیم یو مشر او کله یې بل مرور و او بیا به په یوه بل مقام راضي کېده.

په درېیم ګام کې د ثبات او همپالنې ټیم د بې ثباتۍ چیغه د غیر بایومیټریک رایو له ادرسه پورته شوه. دولت ساز ټیم د غیر بایومیټریک رایو له شمېرلو او نه شمېرلو اندېښنه نه لري، ځکه په غیر بایومیټریک رایو کې د دواړو ټیمونو رایې شاملې دي او ډېر خو داسې اورېدل کېږي چې د دولت ساز ټیم غیر بایومیټریک رایې هم د هغې ستراتېژۍ یوه برخه ده، چې د غیر بایومیټریک رایو توازن پرې وساتل شي.

او بالاخره د ثبات او همپالنې ټیم د بې ثباتۍ څلورمه چیغه د ابتدایي پایلو تر اعلان وړاندې ده، چې کله په ټاکنو کمېسیون کې دوی ته منسوب کمېشنر پر ځان د برید سناریو جوړه کړي او کله هم د ټاکنو کمېسیون د حساسو موادو د قفلونو د ماتېدو. یو شمېر رسنیو په هره دوره کې دغو سناریوګانو ته هوا ورکړې، خو ډېر نه یوه ورځ وروسته یې حقیقت معلوم شوی او دغو سناریوګانو له ۱۲ ساعتونو زیات په ټولنیزه میډیا کې خپل ځای نه دی ساتلی.

د پایلې په توګه که ووایو، ثبات او همپالنې ټیم د بایومیټریک رایو له نتیجې هم خپله محاسبه ترلاسه کړې، چې په یوه لوی توپیر بایلونکي دي، نو ځکه د سیاسي ماتې لپاره خپلې سناریوګانې عملي کوي، خو له لسو ساعتونو زیات دوام نشي کولی.

نه د رایو بانک کار ورکړ، نه په قومي اساساتو رامنځته شوي یو متزلزل ټیم او نه هم د ځان مظلوم ښودلو سناریو چې د نړیوالو د پام راجلبولو لپاره کېږي.

د لوستونکو په توګه باید خلک وپوهېږي، چې دا ځل په دې دلیل وضعیت له ۲۰۱۴ کال سره توپیر لري، چې له وړاندې له ټولو کاندیدانو لاسلیکونه اخیستل شوي چې که هر چا وبایلله په روڼ تندي به یې مني او هیڅ ډول مخالفت او شورش نشي کولی او بالاخره په دې وروستیو څو ورځو کې افغانستان ته د امریکایي چارواکو سفرونه یوازې او یوازې ددې لپاره دي، چې له ولسمشر غني سره د سولې په راتلونکو مذاکراتو او جوړښت یې بحثونه وکړي.

له دې ټول وضعیت څخه د ثبات او همپالنې ټیم تحلیل همدا دی، چې دا ځل هم دوی بایللې، نو ځکه هڅه کوي باید د ځان مظلوم ښودلو او ورسره د لوی ظلم کېدو تصویر نړۍ ته ورسوي، خو ددې موضوع د دویم تحلیل په توګه؛ دا ټول څه د ثبات او همپالنې ټیم لویه سیاسي بې ثباتي او ماته ثابتوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.