ختیځ کې د سویډن کمېټې فعالیتونه وستایل شول

ختیځ کې د سویډن کمېټې فعالیتونه وستایل شول

محور؛ پنجشنبه، د تلې میاشتې ۲۵ مه:

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ننګرهار کې د لاس مېنځلو نړیواله ورځ ونمانځله

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر مسوولینو ننګرهار کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځله.

جوړ شوي مراسم چې د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند یوولسمې ویالې کلیوالي ښوونځي کې برابر شوي وو، زده کوونکو ته پکې د لاس مینځلو د ارزښت په تړاو هر اړخیز مالومات وړاندې شول.

د سویډن کمېټې د ښوونې او روزنې پروګرام د کلیوالي ښوونځیو مسوول ډاکټر نیاز الرحمن په سر کې د لاس مینځلو د نړیوالې ورځې په تړاو زده کوونکو ته مالومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د لاسونو پاک ساتل د انسان روغتیا تضمینوي؛ ځکه د ژوند ورځني کارونه د لاسونو پر مټ په مخ وړل کیږي.

د سیمې قومي مشرانو د افغانستان لپاره د سویډن له کمېټې مننه وکړه چې د ښوونې او روزنې په برخه کې یې پروګرامونه نه پرتله کېدونکي دي او له برکته یې یې کوچنۍ نجونې او هلکان د پوهې په ګاڼه سمبالیږي.

دوی د سالمې روغتیا لپاره د داسې ورځو نمانځل د عامه پوهاوي په برخه کې مهم ګام وباله او د دوام غوښتنه یې وکړه.

د لاس مینځلو نړیواله ورځ هر کال د اکټوبر په پنځلسمه نېټه په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي چې خلکو ته پکې د لاسونو پاک ساتلو او مینځلو د ګټو په تړاو مالومات او څېړنې وړاندې کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.