خلیلزاد بیا پر افغان سوله د بحث لپاره د خپلو سفرونو لړۍ پیل کړه

خلیلزاد بیا پر افغان سوله د بحث لپاره د خپلو سفرونو لړۍ پیل کړه

محور؛ دوشنبه، د تلې میاشتې ۲۹ مه:

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو ځل بیا یو شمېر هېوادونو ته د خپلو سفرونو لړۍ پیل کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد به بلجیم، فرانسې او روسیې ته ولاړ شي او یادو هېوادونو کې به پر افغان سوله غونډې ولري.

د مریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې زلمی خلیلزاد به په بروکسل او پاریس کې د اروپایي ټولنې او ناټو د چارواکو په ګډون د خپلو سیالو چارواکو سره وګوري.

دوی به پدې اړه خبرې وکړي چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو هڅې څنګه په ښه توگه گړندۍ کړي.

اعلامیه همداشان وایي چې په مسکو کې به ښاغلی خلیلزاد د روسیې او چین له استازو سره وگوري او د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو په اړه به ورسره بحث وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.