د امانی نظام پوهنیز اصلاحات

د امانی نظام پوهنیز اصلاحات

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۲۸ مه: اماني رژیم پوهنې او روزنې ته ډېره توجه وکړه. امان الله خان شخصاً دا فکر درلود چې د پوهنې سکټور اصلاح د خلکو له جهالت څخه د وتلو یواځنی لاره ده. هغه پوهنه او روزنه د پرمختګ او ودې لپاره اساس وګاڼه او هڅه یې وکړه چې پدغه برخې کې ژور اصلاحات پلي کړي.

په اماني دوره کې د متعدد مکاتب تاسیس شول لکه د تلګراف مکاتب، دارالعلوم عربی، د مستوراتو رشدیه، د جلال آباد رشدیه، د کندهار رشدیه، د هرات رشدیه ، د مزار شریف رشدیه، د قطغن رشدیه ، ښځینه تدبیر منزل، د طبیه مکتب او همداسې په ټول هېواد کې ۳۲۲ بابه مکاتب په مختلفو ولایاتو کې تاسیس شول.

همداسې د هندی او فرانسوی معلمینو په واسطه د عصری مضامینو تدریس ، د ابتداییه تعلیم اجباری کېدل، د لیک او لوست کورسونه، د دیني مضامینو لپاره کورسونه، مامورینو لپاره د تحریر د اصولو، محاسبې، مدیریت کورسونه ، د حکامو لپاره د مکتب تاسیس، د مالیې مامورینو لپاره د دفتري اصولو مکتب، په ښوونځیو کې د فرانسوي، آلمانی او انګلیسی ژبو تدریس مثلاً په امانیه(استقلال)، امانی(نجات) او غازي لیسو کې د بهرنیو ژبو تدریس، د کوچیانو لپاره د سیارو معلمینو ګمارل، د پښتو ټولنې(پښتو آکاډمۍ) تاسیس، د ښځو څخه د ملاتړ انجمن تاسیس، د پولیسو د آکاډمی تاسیس، د انجونو دوه مکتبونو تاسیس، ترکیې هېواد ته د تعلیم په موخه د نجونو استول، فرانسې او آلمان هېوادونو ته د نارینه زده کونکې لېږل تر څو عصری تعلیم او تحصیل حاصل کړي او داسې نور اصلاحات په لومړي ځل لپاره افغانستان کې تطبیق شول.

امانی حکومت کې د معارف مجموعی شاګرانو شمېر تر ۱۹۲۷زېږیز کال پورې ۵۱۰۰۰ رسېده. په مسلکی لېسو کې د شاګردانو شمېر د ۳۰۰ کسانو څخه ډېر شو، د معارف مطبعه فعاله شوه او ۶۹۳۵۷۵ کتابونه یې چاپ کړل، سلګونو تربیه شوي معلمان افغان ټولنې ته تقدیم شول او د ښه او عصري تدریس لپاره ډېر خارجی استادان له ایتالیا، فرانسې، آلمان، ترکیې، سویس او نورو هېوادونو څخه په معارف کې استخدام شول.108

امان الله خان معارف سره بې حده مینه درلوده، هغه د لوی اختر په مناسبت یې ملت ته د تعلیم په اړه داسې وویل:

“حکومت د تعلیم سامان، معلم او مکاتب او نور امکانات برابر کړي، اوس ستاسو دنده ده چې خپل اولادونه مکتب ته واستوئ…”109

بل ځاي کې داسې وایی:

“یو نالوستۍ ملت هېڅکله خپلواک نشي پاتې کېدلۍ، قلم په لاس کړۍ او تعلیم وکړۍ.”269

امان الله خان کله چې افغان محصلین اروپا ته لېږدول، داسې یې وویل:

“…دا د اسف څخه ډک وضعیت چې زه یې په ژړولو راوستولی یم ، دا د اسلام د فلاکت حال دي چې د جهل او نفاق په واسطه نن د اسلام منځ کې واقع شوی دی. او احوال یې د فلاکت او خرابۍ کچې ته رسولي او دغه ما سوځوی.”110

“ترڅوچې زموږ اولادونه د علم حاصلولو لپاره لاړ نشي او کمال ته ونه رسیږي. هغه اسلامي شرف او عضمت مو چې ورک کړی؛ هېڅکله به یې پيدا نشو کړی. ما دغه اراده د بل هېواد څخه نه ده زده کړې بلکې دا مې د خپل دین د پیروي څخه زده کړې چې پیامبر (ص) حدیث کې فرمایلي دي:”

” اطْلُبُوا الْعِلْمَ وَ لَوْ بِالصِّینِ .” یعني علم حاصل کړۍ ولو که چین کې هم وي.”111

Leave a Reply

Your email address will not be published.