د امریکا او طالبانو مذاکراتو واقعي سوله راوستی شوه؟

د امریکا او طالبانو مذاکراتو واقعي سوله راوستی شوه؟

لیکنه: محمد الیاس سعیدي

په ۲۰۱۷ کال کې په کابل پروسه کې افغان حکومت له قید و شرط پرته د مذاکراتو لپاره د سولې لارنقشه وړاندې کړه او طالبانو ته یې له سیاسي پاسپورټونو نیولې په حکومت کې تر ادغام، محلي جوړښت، سفرونو، اوسېدو او نورو ټولو اسانتیاوو پورې د خپلې طرحې جزیات په ډاګه کړل.

له هماغې ورځې د افغان حکومت ټینګار پر دې و، چې بین الافغاني مذاکرات هماغسې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره ګټور ثابت شول، له طالبانو سره د شخړې مسئله هم حلولی شي، خو طالبانو له امریکا سره په خبرو ټینګار درلود.

بالاخره امریکا د دغو مذاکراتو لپاره خپل استازی اعلان کړ او پر څلورو جزیاتو د بحث هوکړه وشوه. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو سره پر دغو څلورو جزیاتو په بحث شاوخوا ۹ میاشتې تېرې کړې، خو بالاخره نتیجه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ لغوه او یوې تورې مرحلې ته ولاړه.

ولې دغسې وشول؟ روانو خبرو رښتیا هم افغانستان ته واقعي سوله راوستی شوه؟ طالبانو ولې دغه فرصت له لاسه ورکړ؟ او بالاخره د دغو خبرو په درېدو چا تاوان وکړ؟

افغانانو له سره په دې خبرو شک درلود او د اندېښنې تر کچې شک یې ځکه سم ثابت شو، چې د روانې جګړې تر ټولو لوی قرباني افغان ولس دی، خو طالب له افغانانو سره خبرې ونه کړې او د مذاکراتو په ټول جریان کې بحث په دومره مغرورانه او مرموز ډول پرمخ ولاړ، چې ولس یې یوې تورې کندې ته غورځوه. په هره مرحله کې فاتحانه دریځ او له سره له امریکا سره په څلورو جزیاتو راټول بحث هم په مشروط ډول نیمګړی پرېښودل او له اوربند پرته په خبرو ټینګار دې مذاکراتو ته د خلکو هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې.

په هر دور او هر ځل خبرو کې د طالبانو د سیاسي پلاوي مغرورانه ټینګار ددې لامل دی، چې نن ولس له بین الافغاني خبرو اترو پرته په بل هیڅ جریان نه باور کولی شي او نه یې باید هم وکړي.

سوله د تعامل او جوړجاړي نوم دی او د جوړجاړي د اصولو پر اساس هره معامله تل د یوه لوري په قربانۍ او سل په سلو ګټې نشي تمامېدای. یو څه به ته له لاسه ورکوې، چې په مقابل کې یې یو څه ترلاسه کړې. افغان ولس که د طالبانو ځینو محدودیتونو، ناز، نخرو او له بهرنیو استخباراتو سره د یارانۍ تاوان ګاله، نو یوازینۍ هیله یې دا وه، چې جګړه به پای ته ورسېږي او همدا چې افغان انسان له وژنو خلاص شي، نو لویه لاسته راوړنه ده، خو طالب پخپلې نیلۍ سپور خپل حرکت داسې تېز کړ، چې اوس یې قابو کول هم ورته ګران دي.

له حکومت سره د حکومت په ډول خبرې نه کوم، له امریکا سره اوربند کوم او له هغه سره د جګړې نه کولو تضمین ورکوم، خو د افغان انسان ژوند ته ارزښت نه ورکوم او له ده سره اوربند نه کوم. جګړه له حکومت سره کوم، خو خبرې ورسره هیڅ نه کوم او….

دغه سخت دریځي او فاتحانه انداز ددې لامل شو، چې طالب ترلاسه کړی فرصت له لاسه ورکړ او د شاوخوا ۹ میاشتو خبرې یې د اوبو د سر نقش شوې.

د جګړې په دوام کې که ولس قرباني ورکوي، حکومت په نښه دی، نو طالب هم څه د ارام ساه نه ده اخیستې، خو هره ورځ یې په اوسط ډول له یو نیم سلو زیات جنګیالي وژل کېږي. آیا طالب هم ددې وضعیت برداشت لرلی شي؟

د جګړې او سیاسي دفترونو ترمنځ یې اختلاف هم ددې لامل شو، چې د روغې جوړې هوکړه لیک د لاسلیک تر شېبې پورې جګړه او خبرې په یوه یوه ډول مخته ولاړې شي او بالاخره امریکا ته بهانه او فرصت پاتې وي او هر څه په یوې دقیقې کې تیت و پرک کړي.

افغانان پوهېږي، چې له سولې او روغې جوړې پرته د اوسني وضعیت بدلون بله لار نه لري، خو له امریکا سره د طالب مذاکراتو ودرېدو ته ځکه خوښ دي، چې دې مبهمې هوکړې د داعش پر ضد د یوه ائتلاف د رامنځته کېدو معنی درلوده او د یوې بلې خونړۍ جګړې لامل کېده. دې مذاکراتو افغانستان په یوه نامعلوم لوري رهي کاوه او د افغان حکومت هغه اندېښنې یې ثابتې کړې، چې طالب نه د افغانستان لپاره مذاکرات کول او نه یې د جګړې د پای ته رسېدو نیت درلود، بلکې دوی غوښتل افغانستان په پاکستان خرڅ کړي او د داعش پر ضد د یو بل ائتلاف په جوړېدو سره افغانستان یو وار بیا د یوې بلې خونړۍ جګړې په ډګر بدل کړي.

که طالبان غواړي د افغانانو غوښتنې ته رښتینی ځواب ووایي او افغانان یوې واقعي سولې ته ورسېږي، نو بین الافغاني مذاکرات دې پیل کړي او د جګړې او روغې جوړې د اصولو مطابق دې لومړی اوربند او ورسره ترڅنګ دې د روغې جوړې خبرې پرمخ یوسي. له دې پرته بله هره لار دقیق دغسې ناکامه ده لکه له امریکا سره مذاکرات!

Leave a Reply

Your email address will not be published.