د تخار په ځینو سیمو د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي

د تخار په ځینو سیمو د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي

 

 

وسله والو طالبانو د تخار ولایت په ۴ ولسوالیو پراخ بریدونه کړي و چې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

 

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر رسنیو ته ویلي، طالبانو غوښتل خواجه غار ولسوالي سقوط کړي خو د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ او بریدونه یې په شا وتمبول شول.

 

د اسیر په وینا، د جګړې ټولو سیمو ته تازه دمي سرتېري رسېدلي دي او وضعیت د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

 

بلخوا طالبانو بیا ادعا کړې چې د خواجه غار ولسوالۍ زیاتې سمیې يې نیولې دي، هغه څه چې د تخار سیمه ییز مسوولین یې ردوي.

 

په همدې حال کې شمال ختیځ کې مېشتې پامیر قول اردو تازه اعلامیه کې ډاډ ورکړی چې د تخار اوسېدونکي دې اندېښنه نه کوي او دغه ولایت ته تازه دمی کومانډو ځواک رسېدلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.