د خوشال سادات پر ضد د دسیسې داستان

د خوشال سادات پر ضد د دسیسې داستان

لیکنه: محمد الیاس

له خوشال سادات سره د ولسي جرګې د ډېری غړو د جنجال ریښې پردۍ او نورې دي. څنګه په نیمه شپه د یوه وکیل قضیه دومره جدي کېدای شي چې اضطراري غونډه ورته جوړه شي؟ تر دې وړاندې خو هم د پولیسو او وکیلانو جنجالونه شوي، هغه وخت هم دومره جدي غبرګون ښودل شوی و؟ په ځلونو وکیلانو په پولیسو لاس پورته کړی، کوم یو یې محکمې ته کش شوی؟ بالاخره د خوشال سادات پر وړاندې ولې دومره جدي غبرګون؟!!

خبره دا ده، چې تر بل هر وخت زیات کورنیو چارو وزارت او په ځانګړي ډول امنیتي معین د ښار په منځ کې د لنډغرو، قانون ماتوونکو او په ځانګړي ډول د قاچاقبرو پر وړاندې قانوني عمل کړی او د هغوی مخه یې نیولې ده، نو د چا چې تور کاروبار خراب شي، خود به جدي غبرګون ښیي؟

د پارلمان د عمده غړو قاچاقي بانډونه او کاروبارونه له محدودیتونو سره مخ شوي، ځکه خو باید او باید نور هغه له مخې لرې شي، چې د تورو ښیښو په موټرونو کې د مافیایي بانډونو ټول ناروا کارونه له کوم محدودیت پرته په ازاده بیا لکه د پخوا ترسره شي.

د اساسي قانون د ۱۰۱ مادې له مخې د ملي شورا غړي یوازې د نظر اظهارولو پر مهال مصئونيت لري. د نظر له اظهارولو وروسته حتی یوه دقیقه هم قضایي مصئونيت نه لري. د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې د دویمې فقرې له مخې که چیرې د ملي شورا کوم غړی پر مشهود جرم ولیدل شو، نو پولیس یې په هماغه دقيقه نیولی شي او د عدلي او قضايي تعقیب پروسه پيلېږي.

د اساسي قانون د پورته مادو پر استناد، د ولسی جرګې غړو له لوري د تورو شیشو موټر ګرځول جرم دی، د (و ج) نمبر پلیټ غیر قانونی دی او بېګانۍ بدمعاشي د ولسي جرګې د وکیلانو له لوري ملت او خاورې ته د سپکاوي معنی لري.

پولیس د پلټلو او تالاشۍ کامل قانوني صلاحیت لري او پر وړاندې یې درېدل جرم دی. د دې ټولو استنادونو پر اساس د وکیلانو غبرګون او پر وړاندې یې درېدل غیر قانوني عمل او سرټمبګي ده.

د ولسي جرګې ډېری غړي چې د مافیایي بانډونو مشران یا غړي دي، د سیمې له هېوادونو سره هم پټې اړیکې پالي او ډېری خو یې له مالي اړخه د همغوی له لوري تمویلېږي هم. دا چې د جګړې په میدان کې هم په دې وروستیو کې د خوشال سادات لاسته راوړنې بېسارې دي، نو د سیمې استخبارات خو باید او باید داسې شخص د افغانستان له امنیتي دستګاه لرې کړي.

نو د هغه پر وړاندې دسیسه د افغانستان د امنیتي دستګاه پر وړاندې دسیسه ده، چې له شک پرته د مافیایي بانډونو له لوري پرمخ وړل کېږي. زما د لیکنې په پیل کې د څلورو پوښتنو ځوابونه همدغه سناریو ښه تشریح کوي او تر دې زیات شاربلو ته یې حاجت نه پاتې کېږي.

افغانستان د سولې او جګړې د نازکې سناریو د عملي کولو په درشل کې دی او د قانون جوړونکو له کوره د قانون پلي کوونکو پر وړاندې په دغسې سرټمبګۍ درېدل دقیق د پردیو اجنډا ده او ولس ته په کار ده، چې د افغانستان د سالمیت لپاره د امنیتي دستګاه په ننګه ودرېږي او پرېنږدي چې د سیمې استخبارات پخپلو دسیسو کې کامیاب شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.