د دارالامان ماڼۍ روڼ انځور او جنګسالارانو ته بد ګوزار!

د دارالامان ماڼۍ روڼ انځور او جنګسالارانو ته بد ګوزار!

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۳۱ مه:

تېره شپه د جمهور رییس محمد اشرف غني لخوا د دارالامان ماڼۍ د بیا رغونې پرانیستې مراسم جوړ شوي وو.

یادو مراسمو کې ګڼ شمېر عامو خلکو او حکومتي چارواکو برخه اخېستې وه چې د هېواد په کچه له تود هرکلي سره مخ شول.

یوې مسلې چې ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ  غبرګون راپارولی دی، دغو مراسمو کې د پخوانیو جهادي مشرانو او د سیاسي ګوندونو د استازو برخه نه اخېستل و.

چارو اداره کې باوري سرچینو محور ته وویل، چې د ټولو سیاسي ګوندونو استازو او سیاسیونو ته رسمي بلنلیکونه ورلېږل شوي وو، خو هغوی د نه راتګ سربېره، آن د هو او نه ځواب هم ورکړی نه  دی.

سیاسیونو او پخوانیو جنګسالارانو د دوو دلیلونو له امله، یادو مراسمو کې برخه وانخېسته:

لومړی : هغه سیاسیون چې اوس له جمهور رییس په ټوله کې له دې حکومت سره ناسالم رقابت کې ښکېل دي، دوی د عقدې له امله  دغو مراسمو کې برخه وانخېسته، ځکه هغوی تل د اصلاحاتو او پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي. د هغوی دومره هم نه لورېږي چې افغانستان کې دې د ابادۍ په هدف یوه تیګه په بله کېښودل شي.

دویم: پخواني جهادي مشران او جنګسالارانو ته هم رسمي بلنه ورکړل شوې وه چې هغوی په کې برخه وانخېسته. جنګسالاران، پخواني جهادي مشران او قوماندان اوسنیو شرایطو کې له داسې یو ځوان افغان نسل سره مخ دي چې هر حرکت یې او دریځ يې د ابادۍ او پرمختګ په هدف دی؛ خو بر عکس کورنیو جګړو کې بیا د همدې نسل زیاته برخه همدې جنګسالارانو په وچ زور جګړې ته ور کش کوله او په مختلفو نومونو يې تېر اېستل او جګړو ته يې هڅول.

اما اوس همدا نسل پر دوی لعنت وايي او د هېواد د بربادۍ لامل یې بولي.

د رسمي دعوت سربېره جنګسالاران ځکه د دارالامان ماڼۍ د بیا رغېدو پرانېستې مراسمو ته رانغلل چې د هغوی سترګې خړې وي او د شرم  احساس يې کاوه، هر څراغ او هر دېوال پرې داسې لګېدل لکه لوی تندر، ځکه د افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکېل وو او لا هم دغه شوق لري.

هغوی درک کړې وه، که چېرې دې مراسمو ته لاړ شي، ممکن د ځوان او ابادۍ غوښتونکي نسل له کلک غبرګون سره مخ شي.

ځوان نسل د دارالامان بېګانۍ غونډه کې درېیو شخصیتونو ته زیات خوشحاله او د لاسونو په پړکاه يې بدرګه کاوه،

غازي امان الله خان، داوود خان او ډاکټر نجیب

غازي امان الله خان ته يې د خپلواکۍ د ګټیالي او د پرمختګ د سمبول نوم ورکاوه، داوود خان ته يې ځکه خوشحالي کوله چې هغه جمهوریت غوښته او تل یې د ابادۍ فکر کاوه او ډاکټر نجیب الله ته يې ځکه لاسونه پړکول چې هغه تل د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا خبره کړې وه.

مطلب: بلال اوریاخېل

Leave a Reply

Your email address will not be published.