د عبدالله ټیم: ټاکنې مونږ ګټلې دي؛ خوشحال سادات له دندې ګوښه کړئ

د عبدالله ټیم: ټاکنې مونږ ګټلې دي؛ خوشحال سادات له دندې ګوښه کړئ

محور؛ دوشنبه، د تلې میاشتې ۲۹ مه:

د ثبات او همپالنې ټیم وايي، ټاکنې سل سلنه مونږ ګټلې دي او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال او تر څنګ يې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ باید له دندو لیرې شي.

د یاد ټیم غړیو نن یوې خبري غونډې ته ویلي، امنیتي ځواکونه شپې ټاکنو کمېسیون ته ننوتي او د مرکزي سرور قلفونه یې مات کړي، هغه ادعا چې کورنیو چارو وزارت بېرته رد کړه.

ثبات او همپالنې ټیم ویلي د ټاکنو شفافه شمېرنه باید ترسره شي، ځکه که شفافه شمېرنه ترسره نه شي، هېواد بحران ته ځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.