د قیصاري د نیولو عملیات دوام لري

د قیصاري د نیولو عملیات دوام لري

محور: دوشنبه، د لیندۍ میاشتې ۲۵مه

د نظام الدین قیصاري د نیولو عملیات دوام لري، خولاهم نه دی نیول شوی. د امنیتی ځواکونو او نظام الدین قیصاري د وسله والو ترمنځ له اتلس ساعته نښتې وروسته اوس نښته دریدلی او د قیصاري د موندلو عملیات دوام لري.

تراوسه هم امنیتي ځواکونه د نظام الدین قیصاري د کور په شاوخوا کې لیدل کیږی، خو وسله واله نښته پای ته رسیدلې ده. خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د قیصاری کور ته ننوځي. په بلخ کې پولیس وايي د قیصاري ډیره وسله او مهمات د سرتیرو لاس ته ورغلي دي.د بلخ د امنیې قوماندان اجمل فایز وايي د نظام الدین قیصاری اوه وسله وال وژل شوي او ۳۵ نورنیول شويدي.

بلخوا د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یو غړی سید نجیب الله هاشمي وايي قیصاری جوړ او روغ او په شبرغان کې دی.

خو د جنبش ګوند لوړ پوړی غړي بابرفرهمند او  بشیراحمد ته ینج دا خبرې ردوي.

د جنبش ګوند غړی عنایت الله بابر فرهمند وايي د جنرال دوستم له خوا د منځګړیتوب په موخه بلخ ته راغلی و او غوښتل یې د قانون په چوکاټ کې منځګړیتوب وکړي ، خو ونه منل شو.

خو د بلخ د امنیې قوماندان جنرال اجمل فایز وايی بلخ نور د قیصاری په شان خلکو ځای نه دی.

دا چې نظام الدین قیصاری په داسې حال کې چې کور یې د سلګونو کسانو له خوا کلابند شوی و څنګه او د چا په واسطه ایستل شوی لا روښانه نه ده .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.