د ولسي جرګې د مرستیال کور په راکټونو ویشتل شوی دی

د ولسي جرګې د مرستیال کور په راکټونو ویشتل شوی دیپه ننګرهار کې د افغانستان د ولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر پر کور تېره شپه درې راکټونه ویشتل شوي خو راپورونه وايي، چې ځاني  زیانونه نلري.

پېښه بیګا شپه نهه بجې رامنځ ته شوې ده. ترلاسه شوي معلومات وايي، چې لومړنی راکټ د قدیر کورته څیرمه د ګاونډي په کور لګېدلی او دویم د سولې د کاروان په دفتر لګېدلی دی. د سولې کاروان د حاجي ظاهر قدیر یو سیاسي دفتر دی چې عام خلک پکې راټولېږي. د حاجي ظاهر قدیر کور د جلال اباد ښار په زړه کې په ډیره خوندي سیمه کې موقعیت لري او دا په جلال اباد کې ترټولو نوې او بوږنونکې حمله ده.

تراوسه کومې ډلې ددې پیښې پړه په غاړه نده اخستې.

وړمه ورځ د ننګرهار ولایت یو بل وکیل حاجي غفار هم د نامعلومو وسله والو تر برید لاندې راغی او پښه یې غوڅه شوه.

په وروستیو کې په ننګرهار کې ناامنۍ زیاتې شوې او ډیری خلک له اچین، کوټ، چپرهار او خوګیاڼو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي. په ننګرهار کې د طالبانو په نسبت داعش ډیر فعال دی.

تردې وړاندې حاجي قدیر ګواښ کړی و، چې که دولت دداعش پرضد په ننګرهار کې چټک عملیات پیل نکړي‌ دی به له نورو مجاهدینو سره لاس یو کړي او په داعش پسې به جګړې ته ور ووځي.

 

تبصره وليکئ