د ولس پراخ غبرګون؛ وايي سرتېري په حقه دي پارلمان وتړئ

د ولس پراخ غبرګون؛ وايي سرتېري په حقه دي پارلمان وتړئ

محور؛ شنبه، د تلې میاشتې ۲۰ مه:

له هغه وروسته چې د پولیسو او د ولسي جرګې د یو شمېر وکیلانو ترمنځ شخړه وشوه، ټولنیزو رسنیو کې د سرتېرو په ننګه پراخ کمپاین پیل شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي، د ولسي جرګې وکیلان تل قانون تر پښو لاندې کوي او حق نه لري چې سرتېري تحقیر کړي.

د فېسبوک نور کاروونکي بیا د وکیلانو هغه غوښتنه هم پوچه او عقديي بولي چې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات د استعفا نعرې وهي.

عام افغانان وايي، خوشحال سادات د زورواکو ملا ور ماته کړې او باید په دې برخه کې د سرتېرو ملاتړ وشي.

یو شمېر نورو بیا ویلي، ولسي جرګې ته ضرورت نشته دی او باید دروازه يې وتړل شي.

هغه غږیز کلیپونه چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلي دي وکیلان په کې غږ کوي چې باید خوشحال سادات له دندې ګوښه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.