د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نیژدې لس زره شکایتونه رد کړل

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نیژدې لس زره شکایتونه رد کړل

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون نیږدې لس زره شکایتونه رد کړل. خو تراوسه دغه کمېسیون د ۱۳۰ زرو شکمنو رایو او ۱۰۲ زرو هغو رایو په هکله پریکړه نه ده کړې چې له وخت مخکې او یا وروسته کارول شوې او بایومټریک معلومات نه لري. د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون رییسه زهره بیان شینواري وايي: د ۱۶۵۴۵ ثبت شویو شکایتونو له ډلې ۹۸۶۶ شکایتونه د کره دلیلونو د نشتوالی له امله رد کړي دي. شینوارې وايي کمیسیون پریکړه کړې چې په ۲۱ ولایتونو کې د ۵۳۱۶ محلونو رایې بیا وشمیرې او د ۱۸ ثبت شویو شکایتونو دوسیې اصلاح شوې دي. د کمیسیون د پریکړې له مخې په کابل ، بدخشان، پکتیا او غور ولایتونو کې د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې شوې، ۷۵ کسان جریمه شوي، ۷۱ د ټاکنو د چارو کارکوونکي له دندو لیرې شوي، درې شکایتونه عدلي او قضایی ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي په ۲۱ ولایتونو کې به د څه باندې ۵ زرو محلونو د رایو د بیا شمیرنې عملیاتي جدول په دوو ورځو کې د ټاکنوخپلواک کمېسیون ته ولیږدي چې په کابل کې به د ۱۶۹۹ محلونو رایې بیا وشمیرل شي.
تراوسه پورې د ټاکنیزو شکایتونو په خپلواک کمېسیون کې د معترضانو له خوا د نیږدې ۸۰۰ شکایتونو د استناف غوښتنه شوې چې په کاپيسا ، لغمان، پنجشیر ، بامیان ، غزني، پکتیا ، نورستان، سرپل ، بلخ ، غور ، دایکندي، ارزګان ، زابل ، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.
دا معترضین تر ۵پنجشنې پورې وخت لري چې د استیناف غوښتنه وکړې او وروسته به د ټاکنیز شکایتونو خپلواک کمېسیون مرکزې دفتر دا شکایتونه په ۱۵ ورځو کې وڅیړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.