سیمه ییز اتصال د تلپاتې سولې ضامن دی

سیمه ییز اتصال د تلپاتې سولې ضامن دی

سیمه ییز اتصال د تلپاتې سولې ضامن دی

لیکنه: صمیم عارف

افغانستان په شلمه پېړۍ کې د نړۍوروسته پاتې هېواد ګڼل کېده. د آسیا په زړه کې دغه غرنی هېواد لویو قوتونوله پامه غورځولی وو. په وچه کې د پراته او د نړۍ د زبرځواکونو د سیالۍ د ډګر په توګه په سیمه ییز او نړېوال اتصال کې د دغه هیواد د موقعیت ارزښت له پامه غورځول شوی و.

یوویشتمې پیړۍ د دې هېواد په اړه پخواني فکرونه بدل کړل. د آسیا په زړه کې د دغې خاورې سټراټیژیک موقعیت اقتصادي وده او د مرستو پر ځای پر سوداګرۍ اتکاء لا باوري کړه. کابل هم د سیمه ییز اتصال په موخه د ډیپلوماتیکو اړیکو ترڅنګ پر سوداګریزو اړیکو کار کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد سټراټیژیک موقعیت داسې وځلاوه، چې پخوانیو رهبرانو یې په اړه فکر هم نه شو کولای. د ولسمشر د سیمه ییز اتصال پروژو په پایله کې به اقتصادي همکارۍ پراخه او افغانستان باثباته شي. د نوموړي سیمه ییزه دیپلوماسي او پلان شوې اقتصادې پروژې د نړۍ د امن او سولې لپاره هم ګټورې دي.

غني د افغانستان د یو مخکښ دولت‌ساز په توګه، په افغانستان کې د ناکامو تجربو د بریالي کولو لپاره له خپلې تجربې کار واخیست. په دغه لاره کې ننګونې هم وې، له پاکستان سره د ښو اړیکو لرلو تابیا یې وکړه، خو اسلام آباد خپلو ژمنو کې شاته شو.

د نوموړي د سټراټیژۍ موخه د افغانستان موقعیت پر یوه پانګه بدلول دي. موږ د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ یوازینی پْل یوو. د برېښنا د لېږد سیمه ییز مزي، د غازو نللیکه او د اورګاډي د کرښې او لویې پروژې لکه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (TAPI) د غازو د انتقال پایپ لاین او کاسا ۱۰۰۰ (مرکزي آسیا – جنوبي آسیا) پروژې به د جنوبي آسیا د برېښنا اړتیاوې پوره کړي او ستر عاید به له ځانه سره ولري.

افغانستان له خپلو غربي همکارانو سره د بې مخینې همکارۍ په حال کې دی. په دې وروستیو کې افغانستان له ترکمنستان سره د اقتصادي سوداګرۍ، کلتوري، تعلیمي او امنیتي برخو کې د سټراټیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ. د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۳۵۰ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېدلې او په دې هکله په کابل کې ګډ سوداګریز ارګان هم فعال شوی.

دواړو لوریو د مخدره توکو د لیږد د مخنیوي په ګډون د همکاریو ۱۵ هوکړې لاسلیک کړې چې له امله به یې د سوداګرۍ کچه ۱ بیلیون ډالرو ته لوړه شي. په دې لړ کې به د مزار- هرات د اورګاډي کرښه او په مرکزي ولایتونو لکه بغلان له طریقه د برېښنا ۵۰۰ کیلوواټه انتقالي مزی غځوي.

له غرب سره د افغانستان د سیمه ییز اتصال بله برخه په دسمبر کې د زمردو لارې پرانېستل وو. دغه لار، افغانستان له اروپا سره د مرکزي آسیا او قفقار له لارې نښلوي. د افغانستان د کارګو لومړۍ لارۍ د لاجوردو په لار د لومړي ځل لپاره ترکیې ته ورسېدې. د افغانستان هغه سرچینې لکه ځنغوزي، انار او زعفران چې پخوا ګټه نه ترې اخیستل کېده، اوس د سیمي د مارکیټ لویه برخه تشکیلوي. دغه لار به د افغانستان نورو تولیداتو لکه غالیو، ته هم د خرڅلاو مارکېټ برابر کړي.

غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور ته هم د اوږدمهاله اقتصادي سرچینې په سترګه ګوري. دغه میاشت، هغه له آذربایجان سره د اطلاعاتو او معلوماتي ټکنالوژۍ هوکړه لاسلیک کړه چې په پایله کې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخابراتو او د سایبري امنیت په برخه کې ګډ ګامونه اخیستل کېږي. د آذربایجان حکومت ولسمشر غني ته د نړیوال امنیت او ثبات په برخه کې د هلوځلو لپاره د نظام الدین ګنجوي نړېوال مډال هم ورکړ.

تر غني دمخه افغانستان د پاکستان په صادراتو اکتفاء درلوده. دې ضرورت پاکستان ته ډېره ګټه رسوله او په کراتو یې پر افغانستان دغه سرچینه تړلې ده. له همدې امله، د سوداګریزو لارو بدلول د غني د حکومت له لومړیتوبونو څخه وو، ترڅو پر پاکستان د سوداګرۍ د اکتفاء کچه راټیټه شي.

پر پاکستان د تکیې د کچې راټیټولو یوه لار د ایران د چابهار بندر پرانېسته وه چې په پایله کې یې پر پاکستان د اکتفاء کچې د راټیټولو ترڅنګ له هند او خلیجي هېوادونو سره د سوداګرۍ لاره پرانستل شوه. متحده ایالتونو تېر کال پر چابهار بندر د سوداګرۍ بندیز لګېدلی وو. خو له هند سره په ګډه د غني د ډیپلوماسۍ په پایله کې چابهار د متحده ایالتونو له بندیزونو استثنا شو.

په تېرو څلورو کلونو کې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۴۲ سلنه راټیټه شوه. همداراز، له مرکزي آسیا سره د سوداګرۍ کچه ۹۶ سلنه لوړه شوه. په همدغه موده کې، د افغانستان د صادراتو کچه ۴۵ سلنه لوړه شوه چې په پایله کې یې تېر کال د افغانستان صادرات ۱ بلیون ډالرو ته ورسېدل. د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي کوریډور په پرانېستې سره به تر ۲۰۲۰ کال پورې د سوداګرۍ کچه ۲ میلیارده ډالرو ته ورسیږي. د چابهار بندر په واسطه به د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکي په بې مخینه کچه پراختیا وکړي.

افغانستان پاکستان سره وصل غواړي نه فصل، او پاکستان د افغانستان همکارۍ ته شدیده اړتیا لري. موږ له جنوبي اسیا څخه مرکزي آسیا ته د انرژۍ د لېږد په کانال د بدلېدو په درشل کې دی. دا چاره انرژۍ ته د پاکستان د ضرورتونو د ډېرښت په برخه کې د لوبې بدلونکي رول لوبوي. موږ تل له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو خو، دوی برعکس زموږ لپاره ښې ارادې نه لري.

کابل د خپل بل ګاونډي (چین) سره د پراخو سوداګریزو همکاریو وړاندیز ته سترګې په لار دی. بیجینګ له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې لري. له دوی سره د سوداګریزو اړیکو کلنۍ کچه ۹۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې. آسیا پر اقتصادي وچه د بدلېدو په حال کې ده او افغانستان ددغې وچې د مرکزي څلورلارې په څېر دی. له همدې امله د هند او چین په څېر ځواکمن اقتصادي لوبغاړي اختلافاتو سره سره له افغانستان سره د مشترک سوداګرۍ لېوالتیا لري.

د غني دغه آجنډا باید دوام وکړي. د زبرځواکونو د جګړې ډګر، افغانستان، په تدریجي ډول د اقتصادي اړیکو پر مرکز بدلیږي. د غني تګلاره د نړېوالې ټولنې په ګټه ده. له کلونو راهیسې غربي مرسته کوونکو د پانګونې په لنډ مهاله پروژو اتکاء درلوده. دوی اوس فرصت لري چې د تلپاتې سولې، اقتصادي پراختیا او د سیمه ییز ثبات په برخه کې له ولسمشر غني سره د سیمه ییز اتصال په ډګر کې مرسته وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.