فارن پالیسي: د ټرمپ کړنو خپل مرکچیان هم سر بداله کړي دي

فارن پالیسي: د ټرمپ کړنو خپل مرکچیان هم سر بداله کړي دي

محور؛ چهارشنبه، د وږی میاشتې ۲۰ مه:

د امریکا “فارن پالیسي” خپرونه لیکي چې د ټرمپ طریقه “خپل مرکچیان هم ګنګس کړي”.

فارن پالیسۍ په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر رایان کراکر سره مرکه کړې ده او د افغان وضعیت په اړه يې ترې پوښتلي دي.

کراکر وايي طالبان تل د یو چا په وژلو پسې ګرځي، دوی ته نظامي، ملګي، امریکایی ، افغان او نور فرق نه کوي، دوی ته مهمه دا ده چې هره شپه یو څوک ووژني. نو د ټرمپ وروستۍ پرېکړه پر طالبانو هېڅ تأثیر نه لري.

کراکر وايي، څومره چې د ټرمپ په وروستۍ پرېکړې طالبان ګنګس او لاره ترې ورکه شوه، همدومره يې خپل مرکچیان هم لارورکي شول. “خو موږ نور پر دې لاره تللی نه شو”.

دی وايي، افغانستان خو څه ویتنام نه دی. امریکا تر هغه وخته په افغانستان کې جګړه نه بایلي، تر څو چې ولسمشر ټرمپ پخپله خبره ټینګار ونکړي او له افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي، که نه بایلونکی به بیا پخپله ټرمپ وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.