لاوروف: امریکا دې له ګواښوونکو اقداماتو ډډه وکړي

لاوروف: امریکا دې له ګواښوونکو اقداماتو ډډه وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکا دې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د تېرې میاشتې په څېر یې افغانستان او عراق کې د داعش ډلې د ظهور لامل شول.

 

لاوروف له آر بي سي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ټینګار کړی چې مسکو او واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې اړوند ګډې ګټې لري او امریکا نه باید له ترهګرو د سیاسي اهدافو لپاره کار واخلي.

 

مسکو تر دې وړاندې هم افغانستان کې د داعش ډلې له حضور اندېښنه څرګنده کړې وه.

 

تېره ورځ یو امریکايي چارواکي اسوشېټډ پریس خبري آژانس ته ویلي و چې داعش ډله افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.