مشهور غل “نسیم سګ” ونیول شو

مشهور غل “نسیم سګ” ونیول شو

محور؛ جمعه، د لړم میاشتې ۱۷ مه:

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، حرفوي او خطرناک غل نسیم چې په “نسیم سګ” مشهور دی نن د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، نسیم سګ د کابل په دیارلسمه حوزه کې غلاوې کولې، چپاولګري یې کوله او لار به يې نیولې، چې نن په همدې حوزه کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، نیول شوي کس په لومړنیو څېړنو کې منلې چې غلاوې به یې کولې او خلک يې لوټل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.