ملي امنیت د ویجاړوونکو کړنو په تور یو پاکستانی وګړی نیولی بل یې وژلی

ملي امنیت د ویجاړوونکو کړنو په تور یو پاکستانی وګړی نیولی بل یې وژلی

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ کې دوه پاکستاني وګړي د ویجاړوونکو کړنو په تور نیولي دي.

 

له ملي  امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوو پاکستانیو ترهګرو تېره ورځ د ملي امنیت له ځواکونو سره جګړه وکړه چې یو یې ځای پر ځای ووژل شو او بل يې ژوندی ونیول شو.

 

خبر پاڼې کاږي چې له دغو دوو کسانو څخه یو قبضه راکیټ او درې میله کلاشنیکوفونه تر لاسه شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.