ملي امنیت لغمان کې د طالبانو ۶ کسیزه ډله نیولې ده

ملي امنیت لغمان کې د طالبانو ۶ کسیزه ډله نیولې ده

محور؛ شنبه، د وږی میاشتې ۳۰ مه:

ملي امنیت د لغمان په مرکز مهتر لام کې د دوو سرګروپانو په ګډون، د طالبانو شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

نیول شوي کسان محمد سفیر په محمد ایوب مشهور دی چې د اووه کسیزې ډلې مشري يې کوله، ادریس چې د شپږ کسیزې ډلې مشري یې کوله، پوهاند، شاکر او سعدالله دي.

د ملي امنیت خبرپاڼه لیکلي: نیول شویو کسانو د ولایت مرکز سربېره په ګڼو نورو سیمو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.