ملګري ملتونه: تېر میلادي کال په افغانستان کې ۷۴ زره ماشومان مړه شوي

ملګري ملتونه: تېر میلادي کال په افغانستان کې ۷۴ زره ماشومان مړه شوي

محور؛ پنجشنبه، د لړم میاشتې ۱۶ مه:

د ماشومانو، خوړو او ودې په اړه د ملګرو ملتونو په ۲۵۸ مخه راپور کې (په بدلېدونکې نړۍ کې د ماشومانو وضعیت) په اړه هر اړخیزې څېړنې شوې دي.

په دې راپور کې راغلي، چې په نړۍ کې له هرو ۵ ماشومانو څخه له ۱ تر ۳ پورې یې د ناسمو خوړو له وجې سمه وده نه لري او همداراز له هرو ۵ څخه له ۱ تر ۲ پورې یې پټه لوږه په شدید ډول ځوروي.

جګړه، ناسم رقابتونه، د خوړو کموالی او کمزوري روغتیایي خدمتونه هغه عمده چلینجونه دي چې د سویلي آسیا هېوادونو ماشومان یې له سخت بد وضعیت سره مخ کړي دي.

په دې راپور کې راغلي دي، چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې ۷۴ زره ماشومان مړه شوي دي. دغو ماشومانو مخامخ د جګړو، بېوزلۍ، ناسمو روغتیایي خدمتونو او نورو عواملو له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې راپور جزیات په ډاګه کوي، چې په تېر میلادي کال کې بیا په پاکستان کې ۸۸۲ زره ماشومان مړه شوي دي. دغه راپور ښیي چې سویلي آسیا د ماشومانو د سمې ودې نه لرلو له اړخه په نړۍ کې لومړی ځای لري او پوره نیمایي ماشومان یې د ناسمو خوړو او پوره روغتیایي خدمتونو نه اماده کولو له وجې وده نه لري. په دې راپور کې د ماشومانو د ژوند بېلابېلو اړخونو باندې څېړنې شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.