ممکن امریکا او طالبانو راتلونکې اوونۍ توافق ته ورسېږي

ممکن امریکا او طالبانو راتلونکې اوونۍ توافق ته ورسېږي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۳۰ مه:

متقاعد امریکايي جنرال او سیاسي شنونکي جک کېن ویلي، اټکل کېږي چې امریکا او طالبان به راتلونکې اوونۍ د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د ښاغلي کېن په باور، په دې پړاو خبرو کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ زیات تمرکز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو وي.

هغه وايي، افغانستان کې د موجود ۱۴۰۰۰ سرتېرو له ډلې، ممکن یوه برخه يې دغه هېواد کې پاتې شي.

نوموړي ټینګار کړی، امریکا هڅه کوي طالبان دې ته اړ کړي چې دغه ډله باید د القاعده په شمول، له نورو نړیوالو ترهګرو شبکو سره اړیکې پرې کړي.

هغه وړاندوینه کړې، چې ممکن له القاعده او نورو ټرورېسټي سازمانونو سره د مبارزې په هدف، امریکا افغانستان کې له ۸۰۰۰ تر ۹۰۰۰ پورې سرتېري پرېږدي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.