هندوستان ټایمز: پاکستاني جنرالان ولې د ترهګرۍ په تور نه وژل کېږي؟

هندوستان ټایمز: پاکستاني جنرالان ولې د ترهګرۍ په تور نه وژل کېږي؟

محور؛ یکشنبه، د مرغومي، ۱۵ مه
هندوستان ټایمز ورځپاڼې پخپل یوه تحلیلي راپور کې په عراق کې د سپاه قدس د مشر قاسم سلیماني تر وژنې وروسته د سیمې له امنیتي وضعیت سره د امریکا د چلند په اړه لیکنه کړې او پوښتلي یې دي، چې که قاسم سلیماني د ترهګرۍ په تړاو د امریکا له لوري په نښه کېږي، نو پاکستاني جنرالان ولې خوندي دي او نه وژل کېږي؟
ورځپاڼه لیکي، د ټرمپ اداره امریکایي کانګرېس او خلکو ته د داسې ذهنیت په ورکولو لګیا دي، چې قاسم سلیماني یې ترهګرۍ سره په تړاو په نښه کړی او له منځه وړی دی او له همدې وجې د ټرمپ اداره واک لري چې په بهر کې د امریکا د ګټو خوندیتوب لپاره ټولو احتمالي خطرونو ته غاړه کېږدي، خو پوښتنه دلته ده چې امریکا ولې په سیمه کې له ترهګرۍ سره دوه مخی چلند کوي؟
قاسم سلیماني په سیمه او منځنۍ ختیځ کې د ایران د هغه پوځي ډلګۍ مشري کوله چې غیر دولتي عناصر یې روزل، تجهیزول او بیا به یې پخپله ګټه جګړې ته استول، نو امریکا په دې دلیل ځانته حق ورکوي چې هغه ترهګرۍ سره په تړاو تورن کړي او مرګ یې توجیه کړي، خو کټ مټ دغه کار پاکستاني جنرالان هم کوي، خو امریکا ولې د پاکستاني جنرالانو پر وړاندې چوپه خوله دی؟
هندوستان ټایمز وایي، قاسم سلیماني له نښه کېدو وړاندې په هیڅ نړیوال تور لېست کې نه و، خو پریمانه پاکستاني جنرالان د امریکا او نورې نړۍ په تورو لېستونو کې شته، خو بیا یې هم امریکا نه په نښه کوي.
هندوستان ټایمز پوښتنه کوي، چې د سپټمبر یوولسمې پېښې سره خو د ډېری پاکستاني جنرالانو اړیکې هم ثابتې شوې دي، نو امریکا یې ولې پر وړاندې چوپ ده او نه یې په نښه کوي؟
هندوستان ټایمز په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ د مسوول سعد محسني نقول قول را اخیستی دی، چې پوښتلي یې دي: “امریکا ولې په پاکستان کې د طالبانو ماسټر مایند په همدې طریقه نه په نښه کوي؟ د طالبانو ماسټر ماینډ په راولپنډۍ کې دی او په افغانستان کې د ۳۵۰۰ امریکایي سرتېرو د وژنو مسوول بلل کېږي.”
دغه پوښتنې داسې مهال مطرح کېږي، چې همدا پرون امریکا د پاکستاني پوځیانو د روزنې هغه ځنډول شوی پروګرام بېرته پیل کړ، چې پر اساس به یې په امریکا کې پاکستاني پوځیان روزل کېږي. له ترهګرۍ سره د امریکا دوه مخي چلند ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.