پاکستان ته د طالبانو سفر د څه لپاره؟

پاکستان ته د طالبانو سفر د څه لپاره؟

لیکنه: جاوید حیدري

تر هغو په افغان سوله د امریکا او پاکستان معامله ورته ویلی شو، چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت نه وي. تازه د همدې خبرو لپاره خلیلزاد اسلام آباد ته رسېدلی دی. د طالبانو یو پلاوی هم ور روان دی، خو اصلي معامله به د ای ایس ای او امریکایي پلاوي وي.

د تېرو لسو میاشتو مذاکراتو وښوده، چې د افغان حکومت له حضور پرته هر ډول مذاکرات ناکام او معامله ده او یو شمېر امریکایي پوځي او ملکي مسوولینو په دې خبره اقرار هم وکړ.

اوس کیسه دا ده، چې د پاکستان په لاس جوړه شوې ډله بېرته څه ډول له پاکستان سره د خبرو استقلالیت لري او بې پرې تصامیم نیولی شي؟

همدا تېره اونۍ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امریکا ته د خپل سفر پر مهال اعتراف ونه کړ، چې القاعده، طالبان او نورې وسله والې ډلې د دوی استخبارات تمویلوي؟

دا اعتراف ددې لپاره نه و، چې ګنې یا ترې په ناپامۍ کې وویل شول یا یې ددې لپاره وویل، چې وروسته تر دې به دوی دا کار نه کوي. دا اعتراف نړۍ ته ښودل و، چې په دغو وسله والو ډلو حاکمیت لرو او له دوی سره د هرې معاملې کیلي باید له دوی واخیستل شي او په بدل کې یې باید دوی ته امتیاز ورکړل شي.

د همدې معاملې پر اساس تازه امریکا زلمی خلیلزاد یو وار بیا د ځنډول شویو سولې مذاکراتو لپاره اسلام آباد ته استولی او د طالبانو پلاوی به هم پخپل سفر وښیي، چې د افغان سولې په اړه درې اړخیزه خبرې لري. په داسې حال کې چې نه دا غونډه درې اړخیزه ده، نه پاکستان له طالب سره د یوې واقعي سولې لپاره ګوري او نه طالب د یوې خپلواکې ډلې په توګه د ویټو حق لري.

د طالب پر سر د امریکا او پاکستان ترمنځ هره معامله به د هغو ګټو پر اساس ولاړه وي، چې امریکا ته د سفر پر مهال امریکایي چارواکو یې له عمران خان سره ژمنه کړې ده. پاکستان به په طالب ځينې فرمایشونه مني او په بدل کې به یې امریکا پاکستان ته درول شوې مالي مرستې او پرې له پاسه نور امتیازات بېرته ورکوي.

په کار خو دا وه، چې د طالبانو ډلې سیاسي مرستیال ملا برادر پاکستان ته له سفر ډډه کړې وای او دا کار یې له ده سره د پاکستان له لوري د هغه ظلم او زیاتي په مقابل کې کړی وای، چې څه باندې لس کاله یې کوټه قلفي کړی و. دا کوټه قلفي له دې وجې نه وه، چې ګنې هغه د پاکستان غوښتنو ته غاړه نه ایښوده، بلکې له دې وجې وه، چې په طالبانو کې د یوه نفوذي شخص په توګه پخپل سره له هیچا سره معامله ونه کړي او د هرې معاملې امتیاز باید او باید له پاکستان څخه بل چاته ولاړ نشي.

د طالبانو لپاره د عزت او ابرو یوه بله لاره همدا پاتې وه، چې د امریکا له لوري د مذاکراتو تر درولو وروسته یې سمدستي له افغان لوري سره خبرې کړې وای او افغان جګړه یې له افغاني چینلونو پای ته رسولې وای، خو دا چې امتیاز یې پاکستان ته نه ورسېده، نو له دې کار څخه منع شول او دا دی وخت یو وار بیا د دوی پرسر د امتیازاتو تر اخیستو پورې رسېدلی دی.

هغه پاکستاني پوځي او ملکي پلاوي، چې په ۲۰۱۸ کال کې کابل ته راغلل د ډېرو یې همدا شرط و، چې افغانستان دې د پاکستان ۱۱ غوښتنې (هغه چې څه موده وړاندې د امرالله صالح له لوري روښانه شوې) ومني او په شپږو میاشتو کې به د سولې روان مذاکرات مثبته نتیجه ورکړي، خو که دا غوښتنې نه منل کېږي، نو جګړه به دوام مومي. دا پیغامونه په مبهمو نه، بلکې په ښکاره الفاظو افغان مقاماتو ته ورسول شول.

طالب د پاکستان د نیابتي عسکرو په توګه تل د پاکستان د شرایطو نه منلو له وجې جګړه شدیده کړې او تازه یې پاکستان ته د پلاوي ورتلل یو وار بیا په دې ډلې له امریکایي لوري څخه د امتیازاتو اخیستل دي، خو رنګ به ورته د خبرو او مفاهمې ورکول کېږي.

امریکا، پاکستان او جمع طالبان پخپل ټول قوت او تاکتیکونو ونه توانېدل چې په افغانستان کې ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي، موقت حکومت رامنځته کړي او له طالبانو سره د یوې مبهمې هوکړې له مخې افغانستان یوه تیاري لوري ته ورټېل وهي، دا چې په راتلونکې کې هر څه کېدل نو په دوی یې څه. خو د افغان زعامت د مقاومت له امله ټول فشارونه او تاکتیکونه خنثی شول او تازه یو وار بیا هڅې روانې دي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نهایي پایلو تر اعلان وړاندې د سولې په نوم هرج و مرج جوړ شي او راتلونکی نوی ټاکل کېدونکی ولسمشر له همدې پیله چلینج کړي او یو وار بیا پرې د خپلې خوښې د تپلو فشار راوړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.