پاکستان ولې یو تلپاته او باثباته افغانستان نه غواړي؟

 پاکستان ولې یو تلپاته او باثباته افغانستان نه غواړي؟

لیکنه: مسعود افغان

د نړیوالو اصولو لمخي باید چي هر هیواد په نور هیوادونو کي د نه مداخلې اصل مراعت کړي، خو د منطقې هیوادونه په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډي هیوادونه تل په افغانستان کي د مداخلې په لټه کي دي، پاکستان بیا یو له هغه هیوادونو څخه دی چي په دې برخه کي یې له نورو هیوادونو څخه زیات دا اصل تر پښو لاندي کړی دی او که ددې هیواد مداخلې ته ښه نظر وکړو نو دا جوتیږي چي دوی خپل د پایښت اساس مداخله ګرځولې ده.

نو له همدې کبله افغانان تل ګیله من وي چي ولي پاکستان افغانستان کي مداخله کوي  او ولي خپل تروریستي اعمالو ته د ترهګرو ډلو په مټ ادامه ورکوي؟

خو دا چي د افغانانو دا ګیله څومره پر ځای ده، ګرم څوک دي، پاکستان ولي تل په افغانستان کي مداخله کوي او ولي یې خپل د پایښت اساس مداخله ګرځولې ده، ولي یې د افغانستان د سولي په پروسه کي هیڅکله رښتینی موقف ندی نیولی، د پاکستان تړاو د طالبانو سره څه دی، دلته یې راسره ولولئ.

پاکستان د انګلستان لخوا  په ۱۹۴۷ م کال کي تقریبا پر نیمه مځکه د هند او نیمه مځکه د افغانستان تشکیل سو، کله چي برتانويانو په هند کي د خپل ځان لپاره نور ځای ونه لیدی، استعمار له منځه ولاړی نو پدې فکر کي سو چي پر دا مځکه خپل یو اثر پریږدي نو یې د هند څه اندازه مځکه چي نیم پاکستان ورباندي جوړ دی د مسلمانانو په نامه چي هغه مسلمانان هم د انګریز په پاڅون راولاړ سوي وه د هند څخه جلا کړه او د پاکستان نیمه پاته برخه یې بیا د افغانستان پر هغه مځکه جوړه کړه  چي کله امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۹۳ م کال په یو تړون کي اوسني آزاد قبایل او پښتونخوا سیمي  د یو معیني مودې لپاره انګریزانو ته د هغو د سرحداتو د ساتلو پخاطر ورکړې وه چي  د همدې تړون د یو مادې په اساس دا ساحه د برتانوي هند د سرحد مربوط نده اود د دواړو هیوادونو تر منځ د نفوذ د ساحې په حیث ده او د یو بلي مادې په اساس چي برتانوي هند به ۱۲ لکه د همغه وخت هندي کالداري مخکي له مخکي او کلني ډول به ۶ لکه هندي کالداري ورکوي او دا تړون د رویاتو لمخي چي د ۱۰۰ کلني مودې لپاره وو.

مخکې لدې چي د افغانستان او برتانوي هند تر منځ د نفوذ ساحه بیله سي د افغانستان طبعي سرحد د اټک تر سینده وو، د اټک د سیند څخه بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند د اوسني فرضي کرښي ترمنځ ټوله مځکه او ساحه د افغانستان ده چي په پاکستان د ۱۹۴۷ م کال راهیسي په غیرقانوني ډول او د ټولو نړیوالو اصولو په خلاف تر خپل حاکمیت لاندي ساتلې دي، د پښتونخوا د سیمو څخه علاوه، آزاد قبایل چي باید آزاد پریښودل سوي وای، پاکستان پکښي خپل ملیشه ځای پر ځای کړیده او د قوې څخه په استفاده ورباندي خپل حاکمیت چلوي.

سره لدې چي له کومي ورځي راهیسي چي د پاکستان په نامه حکومت رامنځته سوی دی افغان حکومت پر هغه خپله مځکه د پاکستان د حاکمیت سره مخالفت ښودلی دی چي د برتانوي هند سره یې دمعیني مودې لپاره د نفوذ د ساحې لپاره ټاکلی وه، مخالفت یې لدې کبله دی چي امیرعبدالرحمن خان ددې سیمي تړون د برتانوي هند سره کړیدی، لومړی خو د برتانوي هند په ټوټه کیدو او برتانوي امپراطوري په لمنځه تلو سره ټول هغه عقدونه او قراردادونه چي لدې امپراطوري سره ترسره سوي وه دنړیوالو اصولو لمخي ټول فسخه او الزامي جنبه نلري، دوهم داچي دا ځمکه د برتانوي هند دحاکمیت او او د هغو د امپراطوري برخه نه وه ګرځیدلې فقط د نفوذ د ساحې په حیث ټاکل سوې وه چي هسي نه لدې طرفه د روسانو لخوا برتانوي هند ته کومه تاوان ورسیږي او د روسانو لخوا پر دې سیمه باندي د حملې په صورت کي به دوی جنګ ته تیار او اماده وي.

دا مخالفت یواځي د حکومت سیاسي موقف نه وو بلکي د ټول افغان ملت غوښتنه وه چي په هیڅ صورت هم دیته تیار ندي چي خپله مځکه پاکستان ته پریږدي، ځکه یو خو کومه فرضي کرښه چي د ډیورنډ په نامه کښل سوې ده د پښتون ستر قوم یې پر دوو برخو ویشلی دخلګو جایدادونه، باغونه او پټلۍ پر دوو برخو وویشل سول، حتا د یوه کلي دوستان لا هم پر دوو برخو وویشل سول چي د نیم د کرښي هاخوا او نیم دې خواته پاته سول، دوهم دا چي افغانان په ځانګړي ډول پښتانه خپل وطن او خپله خاوره په ناموس سره تشبیه کوي او دناموس حیثیت  ورته لري، دا د افغانانو په فطرت کي نسته چي خپل ناموس بل چاته پریږدي نو دا به څنګه ممکن وي چي خپله مځکه پاکستان ته پریږدي، او دا یې مسلم حق دی چي د خپلي خاوري غوښتنه وکړي ځکه د کرښي دواړو غاړو ته د پښتون لوی او ستر قوم پروت دي چي ګډه ژبه، کلتور، عنعنات، تاریخ او همدارنګه غم او خوشحالي یې ګډ او شریک دي چي دنړۍ هیڅ قدرت هم نسي کولای چي دا ملیت سره بیل او پر څو برخو وویشي نو ځکه د تاریخ په اوږدو کي د کرښي دواړو غاړو پښتنو تل خپل ږغ پورته کړی او د خپل حق غوښتنه یې کړیده او نړې ته یې خپل دا پیغام وړاندي کړیدی چي لر او بر یو افغان.

خو یواځي دې موضوع ته د یو تاریخي حقیقت په سترګه کتل، نسي کولای چي دا زخم دوا کړي، د لوی افغانستان خوبونه په حقیقت بدل کړي او د لر او بر یو افغان د امیدونو غوټۍ ګل کړي، ضرورت ددې سته چي په عملي ډول ددې موضوع لپاره کار وسي.

که څه هم چي ددې موضوع فقط نوم پر خوله راوړل د پاکستان پر غاړه د چاړې ایښودل دی او پاکستان د خپل ځان د بقا لپاره مجبور دی چي ټول هغه حرکتونه وځپي چي هدف یې لراوبر افغانانو یو ځای کیدل وي، د هغه فکري خوځښتونو مخنیوي وکړي او حتا لمنځه یې یوسي چي د افغانستان د بقا، جوړښت او خپلواکي په لور مایل وي.

پاکستان بلکل مستحق ددې دی چي دا ډول کړني ترسره کړي او ټول هغه خلګ لمنځه یوسي چي د افغانستان د ثبات او پایښت لپاره کار کوي، سمه خبره ده چي دا کار د انساني، اسلامي او ټولو نړیوالو اصولو او ارزښتونو خلاف کار دی خو د پاکستان د پایښت او بقا لپاره همدا یواځني لاره پاته ده، کچیري همدا چاره ترسره نکړي نو به پخپلو سترګو وویني چي څه ډول پاکستان ټوټه، ټوټه او تجزیه کیږي. د افغانستان د حکومت په شمول ټولو نړیوالو ته معلومه ده چي پاکستان ترهګر پاله هیواد دی، په وار وار افغانستان حکومت د اسنادو په مټ ثابته کړیده چي القاعده، وسلوال طالبان، داعش او داسي نوري ترهګري ډلي چي په افغانستان کي فعالیت کوي د پاکستان له لاري افغانستان ته داخلیږي او د هغو له لاري اکمالیږي، تجهیزات او مهمات هم ورته د پاکستان لخوا ورکول کیږي.

د  ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱ د امریکا پر لوی تجارتي مرکز د برید طرحه کوونکی اسامه بن لادن په افغانستان کي د امریکا د نظامي حضور لس کاله وروسته په پاکستان کي د امریکایانو له لوري ووژل سو، د وسلوالو طالبانو لوړ رتبه چارواکي په پاکستان کي په نښه سول، دا ټول هغه موارد دي چي نړۍ ته ثابته سویده چي د ترهګرو ځاله افغانستان نه بلکه پاکستان دی، خو دا چي ولي نړیوال لا تر اوسه چوپ دی، د پاکستان سره  د دوی له سیاسي او معاملوي اهدافو او مشترکو ګټو پرته بل څه ندي.

دا چي پاکستان د ترهګرو ډلو د پالولو سربیره هم نړې ته قناعت ورکړیدی چي باید ورسره کومکونه وسي او امریکا چي ځان د ترهګرو سرسخت دښمن معرفي کوي هم د ۱۹۸۱ کال راهیسي ۳،۲ میلیارډه ډالره بودیجه  هغه هیواد ته ورکوي چي نړۍ ته ترهګر تولیدوي، ددې دلیل یواځي مناسب داخلي اوخارجي سیاستونه دي تر څنګ یې  پاکستان له خپل منطقوي موقعیت څخه فوق العاده استفاده کړیده، خپل منطقوي رول یې په داسي ډول ادا کړی دی چي ځان یې د منطقې په تر ټولو فعال لوبغاړي تبدیل کړیدی، امریکا ته د نظامي اډو د ورکړي تر څنګ یې د امریکا د ستر سیال او مخالف چین هیواد سره ډیر ښه او دوستانه اړیکي ساتلي دي چي که احیانا کوم وخت له امریکا سره د منافعو پر سر یې اختلافات راځي نو له چین سره په همکاري به له بحران څخه ځان ساتي او که له کمونیسټي بلاک سره یې تضاد د منافعو راغلی نو امریکا خو بیا د دوی لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی، ددې ټولو لاسته راوړنو اصلي شهکاران هغه ځیرک پاکستاني سیاستوال دي چي په خپل ۷۰ کلن تاریخ یې پنځه زره کلن افغانستان د نړیوالو لوبغاړو په بزکشي کي قرباني او د خپل هدف تر سرحده یوړ.

دا لاسته راوړنه یواځي په ځیرکو پاکستاني سیاستوالو پوري هم منحصره نده بلکي ټول هغه افغان سیاسیون هم برخه پکښي لري چي د څو پیسو په مقابل کي یې نه یواځي دا چي خپل ځان خرڅ کړ، غلامي یې قبوله کړه بلکي د افغانستان په بربادي کي یې له پاکستانیانو سره اوږه په اوږه برخه واخیسته او افغانستان تر ننه د همدغه خاینو رهبرانو او سیاستوالو له امله په اور کي سوځي چي د جهاد په نامه یې پاکستان کي له نړیوالو پیسي لوټ کړې، د زړورو مجاهدینو پاک او مقدس جهاد یې بدنام او د پیسو او چوکۍ په بدل کي یې په مقدس جهاد معامله وکړه.

هو دا خبره مو ځکه وکړه چي پاکستان په افغانستان کي د مداخلې په سبب ځکه پړ اوملامت ندی چي افغانستان کي مداخله د دوی لپاره یو حیاتي موضوع ده، ځکه د دوی د مداخلې پرته د یو باثباته افغانستان په موجودیت کي د پاکستان وجود امکان نلري، او د دوی نه مداخله د دوی خپل ځان پخپله حلالول دی.

د وسلوالو طالبانو ترهګره ډله چي تروریستي کړني ترسره کوي د همدې پاکستان د فکر  او خوارۍ محصول دی، وسلوال طالبان خو لومړي ورځي څخه پاکستان د همدې موخې لپاره رامنځته کړه چي افغانستان د پاکستان په پنځمه صوبه بدله کړي، د طالبانو د تحریک یو مهم غړی ملا بورجان یې له دې کبله په همغه لومړیو کي په شهادت ورساوه چي د ډاکټر نجیب الله د مرګ مخالف او د یو بسا افغانستان فکر یې درلودی، دوی نه یواځي ملا بورجان بلکي د طالبانو د تحریک د مشر ملا عمر سره یې هم مخالفت لدې کبله وو چي باید ملا عمر هغه وخت چي کله پاکستان خپل استازی د ډیورنډ د لاسلیک لپاره ورته راواستوی په پټو سترګو لاسلیک کړی وای خو ملا عمر هم داسي ونکړه بلکي قاطع جواب یې ورکړ. نه یواځي وسلوال طالبان بلکي افغانستان کي د ټولو جنګیدونکو ترهګرو ډلو تر شا  د پاکستان لاس سته او له هره پلوه یې حمایت کوي.

خو آیا په مقابل د افغانانو او افغان حکومت  رول همدا دی چي  له پاکستان څخه  د سولي په پروسه کي رښتیني هلو ځلو او په افغانستان کي د نه مداخلې لپاره نانواتي او زارۍ وکړي،  او که یا له پاکستانه څخه دا غوښتنه لرو کوم طالبان چي دوی د ترهګري لپاره روزلي دي د هغو په وړاندي جدي مبارزه وکړي او لمنځه یې یوسي، پر کنړ او ننګرهار د ورځي په سلهاوو توغندي او توپونه راونه غورځوي، کله چي په افغانستان کي د میوې د حصول وخت راورسیږي باید دروازې بندي نه کړي، زموږ پر کارخانو او ټولو هغه اساساتو او بنسټونو باندي دي بمونه او انتحاري نه کوي چي افغانستان د اقتصادي خپلواکي په لور بیايي، زموږ مکتبونه او شفاخانې دي راته نه نړوي او که یا دا غوښتنه لرو چي افغاني وچي او لندې میوې تر پروسس وروسته پخپل نامه نه بلکه د افغانستان په نامه نړۍ ته وړاندي کړي؟

دا ډول غوښتني عقلي او منطقي نه بلکي یو حماقت دی ځکه کله چي افغاني رهبران او سیاسیون د افغانستان منافعو ته ژمن نه وي او تر دي چي خپله د پاکستان ددې هدف لپاره کار کوي چي د افغانستان د ثبات او خپلواکي مخه ونیسي او افغانستان د پاکستان د پنځمي صوبې په ډول د پاکستان تر حاکمیت لاندي راولي نو د پاکستان څخه دا ډول غوښتنه خو په هیڅ صورت عقلي نده.

نو نوي نسل ته پکار ده چي له خپل تیر او اوسني حالت او دربدري څخه نور پند واخلي، نورو ته په تمه د خیرات کټوری په لاس کي ونه نیسي، خپل ځان د همدې هیواد مالکان وبولي او خپل تیر برم او تاریخ بیرته راژوندی کړی، په فردي او ټولنیز ډول د هیواد پر وړاندي خپل مسؤلیت اداء کړي، زموږ انفرادي مسؤلیت دادی که د اقتصادي خپلواکي په برخه کي وي له خپلو افغاني تولیداتو څخه کار واخلو او هر ډول پاکستاني او نورو بهرني تولیداتو د استعمال مخنیوی وکړو، ځکه یو خو پاکستاني تولیدات پرته له افغانستانه په هیڅ هیواد کي هم بازار نلري، له بلي خوا بیا پاکستان  ټول داسي غذايي مواد او درمل افغانستان ته استوي چي اکثره یې سرطاني امراض پیداکوي او په همدغه پیسو بیرته راته ترهګر روزي او د همدې ترهګرو په مټ افغاني کدرونه، علماء، سپین ږیري، ځوانان او کوچنیان راوژني.

زموږ د مسؤلیت یوه برخه دا هم ده چي تر خپل لاس لاندي نسل د علم په ګاڼه سمبال کړو او د تعلیم لپاره یې تشویق کړو. ځکه زموږ د بدبختي تر ټول ستر عامل جهالت دی، همدا جاهل افغانان دي چي د پاکستان په مدرسو کي روزل کیږی او بیرته یې پدې نامه چي افغانستان کي اسلام نسته مسلمانان نسته، افغانستان ته کفار راغلي دي پدې نامه او هاغه نامه پر افغانانو ځانمرګي بریدونه کوي، پلونه او پلچکونه لدې کبله په ورانوي چي کفارو جوړ کړیدي، مکتبونه لدې امله خرابوي چي کفري مضامین پکښي تدرسیږي. خو که چیري دا کسان په علم سمبال سي او زموږ په هر کلي کي مکتبونه جوړ سي، که تاریخ ولولي نو ورته معلومه به سي چي همدا پاکستان وو چي لا یې څو لسیزي وړاندي امریکا ته په خپل هیواد کي نظامي اډې ورکړې، که اسلام او اسلامي تاریخ ولولي نو ورته معلومه به سي چي د اسلام په ټول تاریخ کي د اسلام او اسلامي ارزښتونو یو د ستر مدافعینو څخه همدا افغانان دي، همدارنګه پوه به سي چي د افغانستان نظام یو اسلامي او اسلامي اصولو برابر نظام دي او د هغه مفتیانو او مولیانو اصلیت به ورته معلوم سي چي د پاکستان د آي ایس آی په  اشاره په افغانستان کي د جهاد فتوا ورکوي، څیړنه به وکړي د پاکستان د هیرا منډۍ په اړه به معلومات وکړي او د فحشا او رذالت په مراکزو به خبر سي چي ټوله له پاکستانه رهبري کیږي.

همدارنګه په بحثونو کي  په ټولنه کي تل پدې برخه کي د ځوانانو پر رول وږغیږي، او هیڅکله داسي کوم اقدام ونکړي چي د پاکستان د رواني جګړې ښکار سي، په افغانستان کي هر ډول بې اتفاقي پر افغانانو باندي د پاکستان د رواني جګړې هدف دي چي د افغاني ګوډاګیانو په مرسته تل کوښښ کوي چي د افغانانو په منځ کي د نفاق تخم وشندي.

تر څنګ یې حکومت ته پکار دي چي د علم او عرفان په برخه جدي توجه وکړي، لوي او د دنیا په سطحه مدرسې جوړي کړي چي تر ځوانان مو د پاکستان لخوا د ځانمرګو بریدونو ښکار ونه ګرځي او زیات تمرکز پر دې وکړي چي ځوانانو ته د کار زمینه مساعده کړي چي د بدبختي یو بل ستر عامل بې کاري ده همدارنګه مناسب داخلي او خارجي سیاستونه پلي کړي، اهداف تشخیص کړي چي له کومو هیوادونو سره موازي له کومو هیوادونو سره مخالف او کومو هیوادونو سره څه ډول اهداف لري، د پاکستان سره زموږ اهداف مخالف دي، ځکه د یو تلپاتي او باثباته افغانستان په شتون کي افغانستان موجود کیدای نسي او په مقابل کي یې د یو تلپاته، خپلواک او باثباته افغانستان په شتون کي د پاکستان د وجود تصور لا هم نسي کیدلای، خو د هند هیواد سره زموږ اهداف یو ډول او موازي دي هغه هم غواړي چي د هند په زړه کي تیر سوی د فراق کرښه لمنځه یوسي او خپله نیمه مځکه چي د پاکستان تر حاکمیت لاندي ده په لاس راوړي، د افغانستان هدف هم دادی چي خپل سرحد تر آټکه پوري ورسوي او د لر او بر یو افغان آرمانونه په واقعیت بدل کړي، د دواړو هیوادونو غوښتنه داده چي په منطقه کي د انګریزانو ددې سرطان د دانې څخه ځان خلاص کړي، نو تر هغه وخته چي پاکستان له منځه ځي زموږ او د هند اهداف مشترک دي چي باید په کامل ډول له هند سره پدې برخه کي همکار اوسي،

او که د امریکا اهدافو ته وګورو زموږ او د هغو اهداف بلکل سره مخالف دي، آمریکا غواړي چي روسیه وځپي، د چین له ستر طاقت کیدو څخه مخنیوی وکړی او پر آیران باندي هم خپل اهداف وتپي خو په مقابل کي بیا افغانستان له پورته یوه هیواده سره هم د اړیکو خرابي نه غواړي او د دوی سره د ښه ګاونډیتوب په فضا کي ښه او حسنه اړیکي جوړول غواړي. نو مناسبه داده چي افغان حکومت خپلي موخي او اهداف وپیژني او لکه څنګه چي لازمه وي تصمیم ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.