پایداره سوله څه معنی؟

پایداره سوله څه معنی؟

لیکنه: محمد الیاس سعیدي

سوله د یو بل منلو ته وایي او پایداره سوله هغه ده، چې ټول په کې خپله راتلونکې خوندي وویني. سوله همغږي ده، نه معامله چې د یوې جګړې پای ته رسېدل بله جګړه رامنځته کړي او له یوه ګړنګ څخه راپورته شې، خو بېرته بل ته ګوزار شې.

ولسمشر غني تل د سولې په اړه پخپلو خبرو کې د پایداره، باعزته او تلپاتې سولې ترکیبونه کاروي. ښه ده، چې ولس وپوهېږي پایداره، باعزته یا تلپاتې سوله څه معنی لري او د هغوی ادعاوې څومره له بهره خړوبېدونکې او پردۍ دي، چې حاکم زعامت د سولې مخالف بولي؟

له مقابل متخاصم لوري سره، چې کلونه وینه تویه شوې وي او د یو بل د کتار سړي یې وژلي وي، آیا په یو (امنا) ویلو ټوله موضوع حل کېږي او که هر پړاو تدبیر، غور او په دقت عملي کولو ته اړتیا لري؟

سبا له طالب سره سوله وشوه، نو په کوم میکانېزم طالب جنګیالي له جګړې لاس اخلي، په ټولنه کې څه ډول بېرته مدغم کېږي، څه ډول د معیشت چوکاټ ورته برابرېږي او په کومو اصولو په سیاسي بهیر ورګډېږي؟ او دا ټول په داسې طریقه وشي، چې ستا ګټې هم په کې خوندي وي او د مقابل لوري هم، ځکه هغوی خو هم عزت النفس لري او د جګړې له ډګره یې د روغې جوړې میدان ته راوستل له یوې پروسې پرته امکان نه لري.

ولسمشر غني په جینوا کنفرانس کې د سولې او روغې جوړې لپاره یو چوکاټ اعلان کړ، چې بهرنیو هېوادونو ته د طالب استازو د سفر له امکاناتو نیولې، هغوی ته د مېشتېدنې د امکاناتو تر برابرولو او بیا په سیاسي بهیر کې د هغوی تر ورګډولو پورې د ټولو مسایلو جزیات په کې څرګند شول.

د سولې لپاره لارنقشه او ګام په ګام داسې مخکې تلل، چې هره ژمنه عملي شي او په هر جز بحث وشي او امکان پذیره شي، ددې ټولو نتیجه پایداره او تلپاتې سوله کېږي.

هغوی چې ټوله ورځ ولسمشر د سولې په مخالفت تورنوي، آیا دغسې یوه لارنقشه او لیکلې طرحه لري؟ که د ولسمشر طرحه د سولې مخالفت بولي، دوی دې مهرباني وکړي یوه امکان پدیزه او د افغانستان د امکاناتو او شرایطو په چوکاټ کې دې یوه طرحه راوړي، که هغه طرحه عملي کېدونکې وي، خو ښه خبره ده ولې باید پټه وساتل شي؟

د سولې ځنډول شوي مذاکرات او درز شوي معلومات څه ښیي؟ منتقدین اوس هم باور لري، چې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ مذاکراتو افغانستان ته واقعاً پایداره سوله راوستی شوه؟ په درز شویو معلوماتو خو هغه دی ټولو اعتراف وکړ، چې د افغانستان د ټوټه کېدو لپاره و او ان د ولسمشر غني د سولې د تګلارې د تر ټولو لویې مخالفې او انتقادي شبکې مشر او د پخواني ولسمشر کرزي د دفتر رئیس ښاغلي کریم خُرم هم تائید کړه او په ټویټر یې ولیکل: «د سولې په موافقتنامه کې داسې موارد وو، چې د افغانستان د ټوټه کېدو باعث کېدل، که بیا مذاکرات کېږي ټول افغانان، طالب او غیر طالب دې ورته متوجه وي.»

دغه اعتراف ښیي، چې ولسمشر غني د پایداره سولې په لټه کې دی او هغه سوله او مذاکرات چې جګړه پای ته رسولی ونشي، د امتیازاتو لپاره مرګ ژوبله زیاته کړي او د یوې بلې جګړې بوی ترې راځي، کله هم په پایدارې سولې نه منتج کېږي او دا سوله نه معامله او دسیسه ده.

د منتقدینو لوی انتقاد د داخلي اجماع نه جوړول دي، خو کله چې همدې سیاسیونو ته د یوې نمایشي داخلي اجماع د جوړېدو فرصت ورکړل شو، نو له ۲۵ طالبانو سره یې د خبرو لپاره ۲۵۰ نفري لېست جوړ کړ، چې دا نه د مذاکرې په اصولو کې شته او نه عملي کېدونکی ښکاري. دغسې په ټولو مواردو کې احساساتي او اټکلي اقدام کومه مشخصه پایله نه لري. په تېر یوه کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتي بهیر غورچاڼ ښیي، چې یوازې دقیق، ژور او په شرایطو بناء اقدامات دا بېړۍ ساحل ته رسولی شي او نن طالبان هم دې حقیقت ته رسېدلي دي.

نن ټول په سولې خبرې کوي او سوله په حاشیه نه، بلکې په ملي بحث کې ځای نیولی. دا کار په اټکلونو او احساساتو نه دی شوی، بلکې په یوه چوکاټ او تګلارې یې امکان موندلی دی. سوله یوازې یوه کلمه نه ده، چې په لغت او اصطلاح کې یې تعریف کړو او بالاخره په یوه کال کې د افغانستان په جغرافیه کې تطبیق شي. سوله د دوو متخاصمو اړخونو یو ځای کول دي، خپل ابعاد او ډولونه لري او د تداوم لپاره یې تګلارې او لارنقشې ته اړتیا ده.

هدف او وسیله باید تفکیک شي، سوله وسیله ده او د قانوني او ولسواک نظام په وسیله سیاسي ثبات، هدف دی. دا کار په اساسي قانون کېږي او له هغه څخه تېرېدنه د بقا او د ملي منافعو د تامین نسخه نه ده او شته ملي استحکام د همدې اساسي قانون پایله ده، کنه په افغانستان کې جنګېدونکي د قوم له ادرسه هر ګوند خو ځانته قانون جوړ کړی و او که اوسنی اساسي قانون نه وای، هر یوه به د خپل ګوند اساسنامه په زور په نورو تپله. د همدې اساسي قانون پر اساس افغانستان نن له نړیوالو شریکانو سره اړیکې لري او د دغو اړیکو اساس په همدې قانون بناء دی.

د پایلې په توګه ویلی شو؛ پایداره، باعزته او تلپاتې سوله هغه ده، چې ټول اړخونه په کې ځان وویني، د افغانستان ملي شتمنۍ په کې خوندي وي، نه لکه د خلیلزاد او طالبانو معامله چې د جګړې درولو په بدل کې طبیعي ذېرمې په امتیاز کې ورکړل شي او ټول په کې تر یوه چتر لاندې، چې نظام یې بولي، راټول شي. تر دې هاخوا نور ټول چوکاټونه افغانستان کې ازمویل شوي، نتیجه یې صفر ده او د موقتي جګړې درول د یوې بلې زورورې جګړې د پیل لامل کېږي، نو ځکه خو پایداره سولې ته د رسېدو کړکۍ په اوربند تېره شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.