پر قرمقُل ولسوالۍ د افغانستان درې رنګی بیرغ پورته شو

پر قرمقُل ولسوالۍ د افغانستان درې رنګی بیرغ پورته شو

محور؛ دوشنبه، د لړم میاشتې ۲۰ مه:
د فاریاب ولایت قرمقُل ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو له موجودیت پاکه شوې ده.

شمال کې له ۲۰۹ شاهین قول اردو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ولسوالي نن په بشپړ ډول د افغان ځواکونو لخوا تصفیه شوې ده.

د شاهین قول اردو قوماندان ولي محمد احمدزي د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سر کتنه کې ویلي، امنیت ته به یې جدي پاملرنه کېږي.

کلونه د دغې ولسوالۍ ۹۰ سلنه برخې د طالبانو لاس کې وې چې  نن بالاخره بېرته ونیول شوې.

سږ کال  دا درېیمه ولسوالي ده چې افغان ځواکونه یې فاریاب کې له طالبانو بېرته نیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.