په هرات کې ۱۳۰ زره بی اسنادو موټر چلیږي

په هرات کې ۱۳۰ زره بی اسنادو موټر چلیږي

محور: پنجشنبه، د مرغومي ۱۹مه

په هرات کې لسګونو کسانو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له محلي ادارې وغوښتل چې د پاکستان لاس موټرو په ګرځیدو د بندیز په اړه کړې پریکړه بیرته واخلي. دوی وايي محلي اداره ولې هرات ته د دغه موټر د واردولو مخه نه نیسي اوکه داسې کوم قانون عملي کیږي، نو په ټول هیواد کې باید یوشان او په یوه وخت عملي شي.  دوی وايي په هرات کې له سل زرو ډير د پاکستان لاس موټر ګرځي چې د دولت په فرمان ښار ته وارد شوي. دوی له محلي ادارې غواړي هغه پریکړه بیرته واخلي چې غواړي د بی اسنادو موټرو په ګرځیدو بندیز ولګوي. دا کسان وايي دا ډول موټر یوازې په هرات کې نه بلکې په ټول افغانستان کې ګرځي.  د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزی هم خلک په حق ګڼي او وايی د پاکستان لاس یا ویشي موټر باید په یوه وخت په ټول افغانستان کې ټول شي. هغه وايي د والي دا طرحه به ناکامه شي او په دې برخه کې باید مناسبه لاره ولټول شي.  د هرات د ترافیکو مدیریت د شمیرو له مخې په دغه ولایت کې اوس له ۸۰ زرو تر ۱۳۰ زرو ویشي موټر ګرځي. د هرات د ترافیکو مدیر غلام سخی حسینی وايي د هرات د والي په لارښوونه تر دوو ورځو پورې په دې موټرو بندیز لګول کیږي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.