ځینې وکیلان: په ملي بودجه کې انډول نشته

ځینې وکیلان: په ملي بودجه کې انډول نشته

محور: چهارشنبه، د مرغومي ۱۸مه

د ولسي جرګې یو شمیر غړو د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې په سند نیوکې وکړې. دوی وايي په دغه سند کې د سیمو ترمنځ انډول په پام کې نه دی نیول شوی. که څه هم د ۱۳۹۹ مالي کال طرحه ولسي جرګې ته لیږل شوی او اړوند کمېسیون په دې برخه کې څېړنې پیل کړي دي، خوتراوسه د ولسي جرګې په اجنډا کې نه دی شامل شوی. دوی وایی، ډېر امتیاز  لومړۍ درجه ولایتونو ته ورکول کیږي او دا د افغانستان د خلکو په حق کې جفا ده. په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي چې هیڅ ولایت له بل ولایت غوره نه دی، او په خبره یې باید ټولو ولایتونو ته مناسبه بودجه په پام کې ونیول شي. د ولسي جرګې ځینې غړي وايي سند د اړتیاو او لومړیتوبونو په بنسټ نه دی تیار شوی، او ځینې ولایتونه له پراختیایي بودجې بې برخې دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.