کرزی څه غواړي؟!

کرزی څه غواړي؟!

لیکنه: محمد الیاس سعیدي

د امریکا او طالب ترمنځ د مذاکراتو ابهام ټول شکمن کړل او وروسته د مذاکراتو درز شویو معلوماتو خو وښوده، چې دغه مذاکرات خورا خطرناک او له افغان حکومت پرته کومې معلومې نتیجې ته و نه رسېدل. هماغسې وشول او وروسته د پټو معاملو جزیاتو دا هم وښوده، چې دغو مذاکراتو افغانستان ټوټه کاوه او د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې د افغانستان په جغرافیایي وېش هم هوکړه شوې وه.

ان پخپله د کرزي د تبلیغاتي شبکې مشر او د حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خُرم هم دغه خبره تائید کړه او دغه مذاکرات یې د افغانستان د تجزیه کېدو لامل وبلل، خو اوس جالبه دا ده، چې کرزی څه غواړي؟ له ټاکنو د کرزي وېره څه ده؟ ولې ان د افغانستان د اشغال ډنډوره زمزمه کوي؟ په هماغو امکاناتو، هماغه ډول ټاکنو، هماغه کمیسیون او هماغه افغانستان کې چې کله دده د زعامت لپاره ټاکنې کېدې مشروع وې، خو اوس چې د اتلسو نورو کاندیدانو له منځه د یوه د غوراوي لپاره کېږي، نامشروع دي؟ هماغه افغانستان چې دی یې ولسمشر و، اشغال نه و، خو چې اوس یې د همده ځای ناستی ولسمشر دی، اشغال دی؟ په ټاکنیزو ډلو کې یو ټاکنیز ټیم دده په مشوره مخکې روان دی، هغه که ټاکنې وګټي مشروع دي او که یې ونه ګټي، نو ټاکنې مشروع نه دي؟ کرزی کوم لېوني سپي خوړلی، چې هیڅ واکسین نه لري؟!!

سوله که ټاکنې؟

ظاهراً یو ځل ټاکنې د سولې د هغې مبهمې پروسې لپاره وځنډول شوې، چې امریکا او طالبانو روانه کړې وه او د دویم ځل ځنډولو هڅې یې هم وشوې، خو پخپله ولسمشر غني یې مخه ونیوه او ددې لپاره چې ټاکنې له بهرنیو فشارونو وژغوري، نو درې برخې بودجه یې هم ورته د دولت له امکاناتو برابره کړه.

ولسمشر غني په وخت درک کړې وه، چې مبهم مذاکرات کومه مطلوبه پایله نشي لرلی، نو هماغه و، چې د سولې او ټاکنو بحث یې په موازي ډول روان وساته، تر دې چې د سولې د مبهمو مذاکراتو بهیر ودرېد او که د ټاکنو بهیر روان نه وای، نن به افغانستان له سیاسي بحران سره مخ وای، چې واقعاً مخه یې ولسمشر غني ونیوله.

خبره دلته ده، چې کله د سولې مبهم مذاکرات نتیجه نه ورکوي، سوله نه معامله وي او مثبته نتیجه هم و نه لري، نو د اساسي قانون او د وضعیت اړتیا ده، چې ټاکنې باید وشي، خو کرزی یې نه غواړي.

کرزی او ډله یې پوهېږي، چې په ټاکنو کې ولسمشر غني ګټوونکی دی، نو د همدې لپاره که نور یې هیڅ وسه نه کېږي حد اقل مخالفت خو باید وکړي. تازه معلومات دا دي چې د دوشنبې په ورځ د کرزي په کور کې د راټولو شویو کسانو نیم یې ټاکنیزو ټیمونو ته خپل استازي استولي او په معاملو بوخت دي، نو په دې اساس کرزی په راڼه میدان پاتې دی.

کرزی او ډله یې په مادي پانګې سربېره د ولسي پانګې له فقدان سره هم مخ دي او پخپل ټول زور یې ونشو کولای د ولسمشریزو ټاکنو مخه ونیسي، کنه د پردې تر شا یې له امریکا نیولې تر طالبانو، سیاسي ډلو، قومي مشرانو او سمتي ادرسونو ټولو سره د ټاکنو د مخنیوي هڅې وکړې.

موقت حکومت

کله چې د طالبانو او کرزي په خوښه د سولې بهیر بریالي کولو لپاره خورو ورو هڅو او معاملو نتیجه ور نه کړه، نو د موقت حکومت اپشن ته زور ورکړل شو. له امریکا سره د ولسمشر غني د اختلافاتو پر مهال ډاکتر عبدالله عبدالله د موقت حکومت مشرۍ ته ځان تیار کړی و او اوس یو وار بیا کرزی د موقت حکومت مینې اخیستی دی.

څه شوي، چې له ولسي ادرسه یو راپورته شوی حکومت دې خپل ځای موقت ته پرېږدي او افغانستان دې یو وار بیا له صفر څخه خپل حرکت پیل کړي؟

کرزی او دده په چپن کې ننوتي د شمالي ټلوالې کاغذي سلطانان، چې د ټاکنو له لارې د رهبرۍ چوکاټ ته نشي داخلېدای په موقت حکومت کې خپل خیر ویني او په مقابل کې یې که په افغانستان هر څه کېږي په دوی یې څه!

دا کومه سوله ده، چې د جګړې اصلي مربیان یې نن مدعیان دي؟ هماغه سوله چې معامله وه او هماغه سوله چې پاکستان یې غواړي او نن ورته په امریکا کې لابي کوي؟

پایله

له اوسني وضعیت څخه د وتو یوازینۍ لار سوله ده، خو کومه سوله؟ په کوم ډول سوله؟ مبهمه او که ښکاره سوله؟ هغوی چې نن د مبهمې سولې لپاره جمهوریت قرباني کوي، د انتخاب پر ځای انتصاب غوره بولي او هغه هم یوازې د ځان لپاره، له واک سره خپلې مینې پسې اخیستي دي.

دوی که رښتیا د سولې غوښتونکي وي، تر اوسه یې د عملي سولې لپاره څه کړي؟ سوله په هوایي خبرو راځي او که په عملي کار؟ دوی د سولې لپاره داخلي اجماع همدې ته وایي، چې څلوېښت غله راټول کړه او کله یې په دې هوایي ترمینل او کله په هغه دننه کوه؟ دوی داخلي اجماع همدې ته وایي، چې درې میاشتې یې ائتلافونه دوام نه کوي؟ دوی داخلي اجماع همدې ته وایي، چې پرون سره په یوه کتار کې ناست و، خو نن د چوکۍ لپاره په دې او هغه ټاکنیز ټیم پسې منډې وهي؟ له دې یې ښه قیاس کړئ، چې دوی واک پسې ځغلي او که په سولې پسې؟

تاریخي تجربې او د ولسواکۍ چوکاټ ثابته کړې، چې له دې مبهم حالت څخه د وتو یوازینۍ لار همدا ټاکنې دي. د ټاکنو مشروعیت ننګول پخپله د منم او نه منم سناریو ته لار هوارول دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.