آیا اردوغان له ترکیې دویم پاکستان جوړوي؟

له بشار اسد او داعش سره د رجب طیب اردوغان دوه مخیزې لوبې ترکیه د بلا خولې ته نیږدې کړې.

طیب اردوغانآیا ترکیه به دویم پاکستان شي؟ حتا یو کال مخکې دا بې‌منطقه ښکارېده چې د ناټو یو غړی هېواد، د اروپا خوله کې پرته او په اروپايي اتحادیه کې د داخلېدو ارمانجنه ترکیه دې له یو غریب، بې ثباته او د تروریزم په مرض اخته ملک پاکستان سره پرتله کړو.

له ۲۰۰۰ زېږدیز کاله راپه دېخوا، ترکیه د ځینو سنتي مسلمانو هېوادونو لپاره سرمشق دی چې ډېموکراسي او اقتصادي پرمختګ یې سره یو ځای کړي او له هغې راهیسې مخ په بره روانه ده. حال دا چې پاکستان له ۱۹۷۹ کاله راپه دې‌خوا د افغانستان د بحران له سیوري لاندې ژوند کوي؛ خو اردوغان له ۲۰۰۲ زېږدیز کاله راهیسې ترکیه د پرمختګ لور ته وړي.

لېکن له څو کلونو راهیسې د ترکیې د بریالیتوبونو د رېل‌ګاډي سرعت په کمېدو ښکاري. په انقره کې د شنبې ورځې بمي بریدونه د ترکیې په ترهګریز بحران کې نوی پړاو دی.

ترکیې تائید کړه چې د دغو بریدونو عامل په عراق کې د داعش پرمختګونه او له سوریې سره په سرحد کې جنجالونه دي. ترکیې وروسته له دې بریدونو سوریې سره په سرحد کې هغه کوردان بمبار کړل چې له داعش سره هملته په جګړه اخته دي. دا ښيي چې د اردوغان امنیتي پالیسي څومره بېخونده شوې ده.

د اردوغان له رامیدان ته کېدو سره د هغه یوه لویه بریا د ترکیې په جنوب‌ختیځ کې د (پې.ک.ک) له کوردي وسله‌ والې ډلې سره اوربند و. اردوغان د ترکیې پارلمان ته هله بېرته راوګرځېد چې په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې یې د کوردانو په سیمه کې په اسلامي فعالیتونو بندیز ولګېد. داسې ښکارېده چې د یو مسلمان رهبر په توګه به د اردوغان د مذهب او سیاست ګډوله کوردانو او ترکانو تر منځ اړیکې ښې کړي.

خو د تېر جون د میاشتې ټاکنو وښودله چې د کوردانو اکثریت د اردوغان د مخالف ګوند ملاتړ کوي. د دې ښکاره سبب دا و چې اردوغان د بشاراسد ضد وسله‌والو حمایت کوي؛ هغه وسله وال چې پر سني‌توب سربېره د سوریې د کوردانو خلاف هم دي.

د خپلو ناتو د متحدینو په څېر اردوغان هم فکر کولو چې د اسد رژیم به د نورو عربي دکتاتوریو په څېر په ۲۰۱۱ کې ژر راونړېږي. خو د نور غرب په خلاف اردوغان د سوریې په سکتاریستي سیاست کې اړخ ونیولو. په سوریه کې له مجاهدینو سره همدردي او له داعش سره د تورکیې په پټو سترګو اکمالاتي مرستو د ترکیې عوام سره ووېشل.

په سوریه کې روان سکتاریستي او نژادي بحران د ترکیې لپاره هم ګواښ دی. د دې امکان شته چې د سوریې دغه کړکېچ د ترکیې له سرحدونو دېخوا راواوړي.

په جولای کې، د سوروج په جنوبي ښار کې په کوردانو یو وحشتناکه برید ترسره شو. د کوردانو په سیمه کې د داسې بریدونو په وړاندوینه کې د ترکي حکومت ناکامي؛ او تېرکال د کوردانو په کوباني ښار باندې د داعش په حمله کې د ترکانو بې پروايي کومه عادي خبره نه ده.

دا پېښې د اردوغان د مخالفینو دا ګومانونه لا قوي چې د اردوغان حکومت د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي چې اکثره قربانیان یې کوردان دي. دا هر څه د پاکستان د استخباراتي سازمان (آی‌اېس‌آی) هغه خاطره بیا راتازه کوي چې د طالبانو او القاعدې په مټ یې په افغانستان کې دوه مخې لوبه ولوبوله.

که څه هم، ترکیه د پاکستان په څېر دننه د کوم جدي کړکېچ ښکار نه ده خو دواړه په کړکېچن ګاونډیتوب کې اوسي. دواړه دا استدلال کوي چې د غرب غلطو پالیسیو یې په هېواد کې حالت لا خراب کړی. لېکن دواړه باید هغه ټپونه هم وزغمي چې خپله یې په خپل وجود لګولي.

د اردوغان هغه خوب چې غواړي ټوله منځنۍ آسیا د ترکیې د سیاست تر اغېز لاندې راولي رښتیا نشو. ځکه ترکیه اوس هغو سرچینو ته لاسرسی نلري چې د عثماني خلافت په وخت کې یې لرلو؛ که څه هم ځینې عرب غواړي هغه وخت بیا راژوندی شي.

د پوتین له روسیې سره د اردوغان اړیکې هله سړې شوې چې کرېملېن د باسفورس له لارې خپلې جنګي بېړۍ، سره له هغو تېلو چې ترکیه ورته اړتیا لري، سوریې ته ولېږلې. اردوغان د پوتین د دغې حرکت په ځواب کې ګواښ وکړ چې له روسیې نه به د انرژۍ واردول او تر څنګ یې د هستوي انرژۍ پروژه بنده کړي. دم ګړۍ د روسیې او ترکیې جنګي جهازونه په سوریه کې د یو بل سیوري څاري.

اردوغان اوس د راتلونکې میاشت په پارلماني ټاکنو کې اکثریتو رایو ته اړتیا لري. هغه دغې قمار ته اماده دی چې ترکان په سکتاریستي قطب راټول کړي او ځان اکثریت ته ورسوي. خو دا راز ستراتېژي به د ترکیې په داخلي ټپونو مالګه ودوړوي.

په سیاست کې د خپلې بریا لپاره په ولس کې ډلې رامنځته کول، په داسې حال کې چې ګاونډی ملک دې په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی، د‌ پاکستان د تاریخ تکرارول دي؛ هغه هم د اروپا په خوله کې. دا به د اروپا او اردوغان دواړو لپاره ډېرې بدې پایلې ولري.

تبصره وليکئ