آیا نړۍ لا هم افغانستان ته پام کوي؟

آیا نړۍ لا هم افغانستان ته پام کوي؟امریکا، چین او افغانستان د ملګرو ملتونو د مجلس تر عمومي غونډې وړاندې په افغانستان اړوند په یوې مهمې ناسته کې ګډون سره وکړ. په داسې حال کې چې د نړۍ ټول رهبران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره سره راټولېږي؛ مخکې تر هغې چین، امریکا او افغانستان په یوې مهمې ناسته کې ګډون وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي چې د دې ناستې په اړه یې رسنیو ته مالومات ورکول د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا کومه عادي ناسته نه وه او اصلي موخه یې په افغانستان خبرې وې. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح‌الدین رباني، د اجراييه رییس ډاکټر عبدلله عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، او د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ‌يي خبرې د رسنیو مخکې وې خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سرتاج عزیز، د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو او امنیتي چارو د استازې فېډرېکا موګېرېني، او ترکیې، ایټالیا، سعودي عربستان، ایران، آسټرالیا، قزاکستان او ناروې د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرو په وخت کې رسنۍ موجودې نه وې. غونډه د رباني په مننې پیل شوه چې له جان کېري او وانګ یې څخه یې له افغانستان سره د دوی د دوامدارې ملګرتیا، سولې ته د ژمنتیا، بیاودانۍ او پرمختګ په خاطر وکړه. رباني زیاته کړه چې دا ناسته یو زرین چانس دی تر څو په اړینو موضوعاتو بنسټیز بحث وشي او د یو سوله‌ییز، پرامنه او کامیاب افغانستان لپاره کار وشي.

تر ټولو مهمه موضوع افغانستان ته د نړیوالو پام دی. په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې، نړیوال مرستندوی په ټوکیو کې راټول شول او له افغانستان سره یې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۱۶ میلیاردو ډالرو مرسته وکړه. راتلونکي کال ته به نړیوال تمویلوونکي بیاځلې راټولېږي او دا په داسې حال کې ده چې نړۍ دا وار له سوریې نیولې د چین تر جنوبی سمندره پورې، له اکراینه نیولې تر ایرانه پورې له بلا نورو امنیتي لومړیتوبونو او پرمختګونو سره مخ ده. د نړۍ خزانې هم له کمښت سره مخ دي او که پرمختګونهو ته وکتل شي نو ډېر لږ دي. جان کېري په خپلو خبرو کې په ټینګار سره وویل امریکا د افغانستان د ملي یووالي په حکومت چې د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رییس عبدالله عبدالله په رهبرۍ رامنځته شوی پوره باور لري.

سره له دې چې امنیتي ستونزې لا هم د اندېښنې وړ دي، کېري تکرار کړه چې امریکا د یوې داسې ملي پخلاینې ملاتړ کوي چې افغانان یې مشري وکړي. د تېرو څو میاشتو په لړ کې پرمختګونو، (جلا له دې چې نن طالبانو کندوز نیولی)، د سولې د خبرو اترو پروسه تر سوال لاندې راوستې. یو اړخ ته، داسې پروسې ته د پاکستان ژمنتیا تر مخکې هر وخته ډېره تر سوال لاندې ده، خو بل اړخ ته، په داسې پروسه کې د امریکا په ګډون د چین ملاتړ تر بل هر وخته ډېر ښکارنده او څرګند دی. رباني زیاته کړه، تر دې به لا هیله‌بخښونکي څه وي چې د نړۍ دوه لوی ملتونه ـ د امریکا متحده ایالات او د چین د خلکو جمهوريت ـ موږ سره په ګډه د دغې غونډې مشري کوي. پر مشرۍ سربېره، کېري او وانګ دا واضحه کړه چې چین او امریکا به په افغانستان کې په ګډه له موږ سره همکاري کوي.

په افغانستان کې د سولې د اخبرو اترو په اړه، وانګ وویل چې چین او امریکا به په دې برخه کې تر پایه خپلو هڅو ته دوام ورکوي او خپل رول به په امانتدارۍ لوبوي. عبدالله د سیمې د مسایلو په حل کې د تګلارې د بدلون غوښتونکی شو. په تېرو څه وختونو له پاکستان سره د افغانستان په دیپلوماسۍ کې راغلی درز د عبدالله په خبرو کې له ورایه څرګند و. په تېره بیا د هغې خبر له برملا کېدو وروسته چې د طالبانو مشر ملاعمر دوه کاله مخکې په پاکستان کې مړ شوی و. عبدلله په ټینګار سره وویل: د افغانستان دریځ دا دی چې موږ هېڅ ترهګر او افراطي نشو پرېښودای تر څو پر موږ خپلې هغه غلطې مفکورې تحمیل کړي چې د بشر د حقوقو، مشروع نظام او ټولنیزو غوښتنو ضد دي؛ په همدې توګه د نړۍ هېڅ بل دولت باید د خپلو پوځي‌ او بهرنیو سیاسي موخو لپاره ترهګري تمویل نکړي او ویې نه زغمي.

که داسې ونکړو، ملتونه او دولتونه به مو ډېر څه له لاسه ورکړي. عبدالله وروسته په څرګنده توګه په خپلو خبرو کې د پاکستان ذکر وکړ او ویې ویل چې افغانستان او ګاونډیان یې، په ځانګړې توګه پاکستان، د ترهګرو ګروپونو په ماتولو کې تر دې هم ډېر څه کولای شي. وروسته رسنیو ته په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وویل: د ناستې ټولو ګډون کوونکو دا واضحه کړه چې مصالحه او د سولې د پروسې پیل د اجنډا په سر کې ده. د هغه دا خبره د یو پوښتونکي له دې تبصرې سره مخ شوه چې تاسو چې د کومې اجنډا خبرې وکړې هغه هماغه اجنډا ده چې پرون هم وه، تېره اوونۍ هم. آیا په دې ناسته کې په کومې ځانګړې برخې تمرکز وشو؟ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي یې په ځواب کې وویل چې د تمرکز په ټکي کې بدلون نشته. خو د تېرو ټاکل شویو تمرکز ټکو پر سر بیا ټینګار وشو او د هغو ملکونو ژمنه بیا تازه کړای شوه چې په افغانستان کې په پېښو د اغېز ظرفیت لري.

تبصره وليکئ