افغان هوايي ځواک د پرمختګ په حال کې

افغان هوايي ځواک د پرمختګ په حال کې

د ډاکټر نجیب الله د وخت نظام له سقوط وروسته چې د افغانستان هوايي ځواک د مجاهدینو او د سیمې د استخباراتو لخوا دړې وړې شو، اوس يې بیا جوړېدو ته هیلې تازه شوې دي

که څه هم له ۲۰۰۲ ميلادي کال وروسته د افغانستان د ملي اردو جوړېدو لپاره هڅې پيل شوې او دغه لړۍ تر ۲۰۱۴ کال پورې روانه وه؛ خو هوايي ځواک ته هغومره پاملرنه چې باید شوې  وای، ونه شوه.

هوايي  او ځانګړی ځواک د ملي یووالي حکومت له جوړښت وروسته، د ولسمشر په زیاتو هڅو، تر دې کچې را ورسېده چې اوس په خپلواک ډول عملیات ترسره کوي.

هوايي ځواک د جګړې د ډګر په ګټلو کې زیات رول لري، تازه افغان هوايي ځواکونو په لومړي ځل د ارزګان ولایت مرکز اړوند سیمو کې د دوشنبې پر شپه د طالبانو خوندي ځایونه بمبار کړي دي.

دا زمونږ د وسله وال پوځ لپاره لویه لاسته راوړنه ده، د شپې لخوا د هوايي بریدونو ترسره کول اسانه خبره نه ده، دغه بریدونه په ډاګه کوي چې زمونږ هوايي ځواک د پرمختګ پر لار روان دی.

د هوايي ځواک ښه سمبالښت کولای شي د پلی ځواکونو د تلفاتو کچې لوړېدو مخه هم ونیسي، هغه څه چې اوس افغان سرتېري ورسره لاس او ګرېوان دي.

د هوايي ځواکونو له لوري خپلواکو عملیاتو ترسره کېدل د افغان حکومت او افغانانو لپاره ښه زېری دی، دا ځکه مونږ کولای شو اوس د خپلو پولو ساتنه په ښه ډول وکړو او هغه ترهګریز ګروپونه چې د شپې لخوا له ډیورنډ کرښې دې غاړې راځي، تر برید لاندې راولي، دغه کار کولای شي د ختیځو او سویلو ولایتونو د امنیت تامین برخه کې ګټور پرېوزي

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.