امریکايي نظامي مشران په افغانستان کې د خپل پوځي حضور دوام غواړي

امریکايي نظامي مشران په افغانستان کې د خپل پوځي حضور دوام غواړيپه افغانستان کې د وروستیو ناامنیو له کبله چې د ځینو سیمو د سقوط لامل شوې، اوس امریکايي پوځیانو غوښتنه کړې، چې امریکايي ځواکونه دې له ۲۰۱۶ وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شتون موده وغځوي. امریکايي قوماندانانو همداراز له خپل دولت غوښتي چې د ځواکونو د ایستلو د سیاست په اړه غور وکړي.
دوی وايي د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتلو سره او د کندوز په څیر په ځینو سیمو د طالبانو د نفوذ پراختیا ددې سبب کېږي، چې څو زره امریکايي پوځیان له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي.

داپه داسې حال کې ده چې د اوباما اداره غواړي له ۲۰۱۶کال وروسته په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته ورسوي او ډېر لږ شمیر پوځیان د سفارت د ساتنې ترڅنګ له محدودو صلاحیتونو سره په افغانستان کې پاتې شي.
دامهال ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې دېره دي چې د ناټو د ځواکونو د عمومي‌قوماندان جنرال جان کمپبل په وینا د ځواکونو د ایستلو په تړاو یې ولسمشر اوباما ته څو طرحې وړاندې کړې دي.
سره له دې چې د ځواکونو په تړاو د وروستۍ پرېکړې دقیقه نیټه لاڅرګنده نده، خو ټاکل شوې جان کمپبل راتلونکې اونۍ د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د امریکا کانګرس ته رپوټ ورکړي.
په داسې حال کې چې د امريکا هوايي ځواک په کندوز پرلپسې بریدونه وکړل، د امريکا د پوځ ویاند برایان تریبوس وايي، د ټلوالې سلاکاران په کندوز کې دي او افغان امنیتي ځواکونو ته د مشورې چارې پرمخ وړي.

امريکايي چارواکو زیاته کړې چې د ځواکونو د راکمولو په تړاو د جنرال کمپبل هره طرحه په یوډول له افغانستان نه ددوی د ځواکونو راستنولو پرېکړه ځنډولای شي او هم ځواکونو د راایستلو بهیر کې ځنډ راوستلای شي.
امريکايي چارواکي‌ وايي، چې د جنرال د وړاندیزونو پربنسټ واشنګټن کولای شي، تر راتلونکي کاله ۸۰۰۰ پوځیان افغانستان کې پاتې شي او په ۲۰۱۷ کې هم څو زره امريکايي سرتیري په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړي. د کمپبل طرحه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه د افغانستان په امنیتي وضعیت او د افغان ځواکونو د نظامي مهارتونو په لوړولو پورې مشروطه کړې ده.
د روان کال په مارچ کې په کمپ دیود کې د افغان لوړپوړو چارواکو او امريکایانو ترمنځ د ناستې پرمهال د ځواکونو د ایستلو موضوع ازاده پرېښودل شوه، داسې لکه یوڅوک چې خوښمن کړل شي چې تر ۲۰۱۷ کاله د تروریزم پرضد د امریکايي ځواکونو عملي‌ مرسته د اهمیت له مخې لوری پیدا کړي.

په هغه ناسته کې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او ددفاع وزیر اشتون کارتر ټینګار کاوه، چې حتی د ۲۰۱۷ کال ترپایه دې امریکايي ځواکونه دتروریزم د ځپلو په قصد په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي. په کمپ دیوید کې جان کیري وویل چې دولت یې له هغو رپوټونو اندښمن دی، چې په ډاګه کوي، داعش په افغانستان کې د پراختیا په حال کې دی او ځینې طالبان له داعش سره یوځای کېږي.
د امريکايي د نظامي قوماندانۍ له خوا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شتون د مهال اوږدول په داسې وخت کې مطرح کېږي، چې سپینې ماڼۍ، پنټګان او ځینو نورو نړیوالو ملګرو یې اعلان وکړ چې پرکندوز د طالبانو بریدونه ددوی په ستراتیژيکو فعالیتونو کې تغیر نشي راوستلای خو د المان ددفاع وزیر اشپېګل اونیزې ته د کندوز له سقوط وروسته وویل، له افغانستانه دناټو ځواکونو بیړني ایستل یوه لویه اشتباه ده.

تبصره وليکئ