امنیتي ضعف باندې اعتراف کمزوري نه زړورتیا ده

خوشال خلیلنن پر کندز له څلورو خواوو طالبانو بریدونه پيل کړي ول او حتا د ښار اړوندو ځینو سیمو ته ننوتي، په خواله رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شول چې ښيي طالبان د کندز حوزوي روغتون ته ننوتي او له وسلو سره ددغه روغتون له ډاکټراو سره ولاړ دي، دلته به دا ومنو چې په دې وروستیو کې طالبان تر پخوا منظم شوي دي، له بهره وروسره مرسته زیاته شوې ده او په ډله ییز توګه بریدونه کوي، په دې خبرو موږ خپله ماته نشو توجیه کولای، موږ باید دا ومنو چې زموږ امنیتي ځواکونه بلا ډېرې ستونزې لري، د طالبانو وروستي پرمختګونه موږ مجبوروي چې د خپلو امنیتي ځواکونو په کمزوریو اعتراف وکړو، ولسمشر غني د اختر په ورځو کې دا ومنله چې زموږ په امنیتي ځواکونو کې داسې تشکیلات شته چې د کاغذ په مخ دیرش کسه وي، خو هلته حاضر پنځه کسه وي، یعنې زموږ په امنیتي ادارو کې هم خیالي تشکیلات او افراد شته، زموږ د امنیتي ځواکونو قوماندانان او اکثریت جنرالان د سیاسي ملاحظاتو له مخې په دندو ګمارل شوي دي، دوی د حکومت په ځای خپلو سیاسي رهبرانو او قومي ټیکه دارانو ته وفاداري لری،له بلې خوا په تیرو څوارلسو کالو کې داسې روزل شوي دي چې هر څه ورته په تیاره راتلل، لوژیستیک نه نیولې، تر مرمیو او د جنګ پلان پورې هر څه ورته بهرنیو عسکرو ښودل او دوی به یوازې امر ته کتل او برید به یې کاوه، خو اوس چې بهرنیان نشته، دا خلک چې نه سم روزل شوي او نه سم عادت دي، خپله د جنګ پلان او پروګرام نشي جوړولی، دوی په چټکۍ سره د دښمن مورچلو باندې یرغل نشي کولای او مخکې تر مخکې د دښمن پروګرامونه نشي شنډولی. مثلا یو څوک چې ټول عمر د یو جهادي قوماندان باډي ګارد تیر شوی وي، هغه اوس د یوې قطعي قوماندان ایا دا سړی کولای شي او دا توان په کې شته چې امنیتي ستونزې په وخت کشف، پلان ورته جوړ، بیا د شته امکاناتو په صورت کې پر دښمن برید وکړي؟ بله خوا موږ د سیګار او نورو رپوټونو په حواله پوهیږو چې د لوژیستیک په برخه کې امنیتي ځواکونو کې څومره درغلي روانه ده.

موږ ولیده چې د نوزاد امنیه قوماندان دغه ولسوالي په دوه سوه لکه کلدارو په طالبانو خرڅه کړه، څه موده مخکې هلته طالبانو ته د پنځه لکو ډالرو مهمات په لاس روغلل.

وکیلان او جهادي مشران او مخور ټول پخپلو ولایتونو کې د پولیسو د مشرانو او ولسوالانو په ټاکنه کې ښکېل دي. دوی چې هر یو مقرر کړي ګټه یې سره ویشلې کندز د همداسې حالت ښګار دی. بیا دوی جګړه نه کوي، قاچاق کوي. مهمات واخلي خرڅ یې کړي،‌ بیا خو حساب پسې راوځي ځکه نو دوی باید طالبان راپریږدي چې ځینې توکي ونیسي او دوی ته د نورو د خرڅلاو پلمه پیدا شي. دا په اصل کې د شریفو او ناوړه پولیسو ترمنځ جګړه ده، تر هغو چې زموږ امنیتي ځواکونو د منځني کچې او لوړې کچې افسران مسلکي او په معیارونو ونه ټاکل شي، دا حالت به همداسې روان وي، امنیتي ادارې باید له ټولو سیاسي، تنظیمي افسرانو پاکې شي، کنه زموږ واړه ظابطان او عسکر به هره ورځ وژل کېږي، د خلکو ژوند به په تعطیل وي او منځ کې به یې ګټه یو څو مفسدو چارواکو او ټیکه دارانو ته رسیږي، ولسمشر خپله اعتراف کوي چې امنیتي ادارې ناکامې دي، نو بیا په کار ده اول خپلې ادارې جوړې بیا جنګ ته ور ودانګي، د ولسمشر دا اعتراف موږ ته ښيي چې امنیتي ادارو کې څه فاجعه روانه ده، په ستونزو اعتراف کول خپله یوه زړوتیا ده، خو بله زړورتیا داده چې پر ضد یې جدي ګامونه واخیستل شي.

تبصره وليکئ