تر دوستم وروسته د بلخ والي هم په نظامي‌ مانور دښتو ته وتلی دی

په شمال کې حالات څه بل ډول دي، پخواني جنګسالاران او نوموتي چارواکي د اردو جامې په تن له خپلو ملکي دربارونو راوتلي‌ په ځینو سیمو کې د ترهګرو د ځپلو په نوم یې لښکرکشۍ پیل کړې دي.

ځايي خلک وايي، دا په شمال کې د حالاتو د خرابیدو له درکه دوه خطرناک پیغامونه رسوي، اول داچې هروخت دوی د منظم امنیتي سیستم او امنیتي ځواک، قول اردو ګانو او پولیسي ځواک له شتون سره سره دریشۍ اغوندي او د خپلو شخصي باډیګارډانو او ځرو مانور کوي، مانا یې داده چې د امنیتي ځواک د رهبرۍ اصول او اوامر بې ارزښته کوي او د طالب د ځپلو په پلمه ددغه شیرازې بریدونه د خپل نفوذ لپاره ورماتوي او له بلې خو ښکاري دوی د تنظيمي او خپل منځي سیالیو دپیل لپاره یو بل ته تورې بریښوي.

په شمال کې جنرال دوستم چې اوس د ولسمشر لومړی مرستیال دی د کورنیو جګړو پروخت د یوې قول اردو د مشر په توګه د بلخ د اوسني‌والي عطامحمد نور چې هغه وخت د بلې قول اردو مشر و، د ځواکونو پروړاندې خونړۍ جګړې کړې دي.

هغه کیسې، ظلمونه او ناتار لا له خلکو هېر شوی ندی.

11228905_10205226647169345_5390252183411524170_n

په شمال کې له اوږده انتظار وروسته ښاغلی دوستم یوار بیا صحنې ته داخل شوی دی او لومړی پیل یې له فاریاب څخه وکړ. دوستم د طالبانو دځپلو لپاره له خپلو ملګرو سره څو اونۍ په شمال کې پاتې شو، خو په عین وخت کې هغه د طالبانو د ځپلو په پلمه په شمال کې ځان ته د پېښې ټینګلولو او د قتدرت د زبات لپاره یوه حریفانه هڅه وکړه.

په مقابل کې یې تیره ورځ د بلخ والي هم نظامي دریشي واغوسته او د بلخ ولایت په ولسوالیو کې یې له خپلو تورو موټرونو او جمیعتي پلویانو سره دوره ووهله.

په شمال کې د طالب او ترهګرو پراختیا له شک پرته د راتلونکو ورځو یو خطرناکه اوازه ده، خو په شمال کې د افغانستان د افغان ادرو قول اردو، کنډکونه، د عامه نظم پولیس، کورني پولیس او ملي امنیت د خپل پلان او کاري مسوولیت له مخې فعالیت او کار نقشه لري.

ددواړو قوماندان خاصیته ملکي چارواکو ( جنرال دوستم او عطامحمد نور) نظامي هلې ځلې له یوې ځانګړې زاویې که دقت وشي د اندېښنو زیږوونکې دي.

هم دوستم په ناقانونه ډول د اردو رهبري پرغاړه واخیسته او د امنیتي ځواک د اصولو او کوردیناتو خلاف یې څو ورځې عسکر ښکته پورته د طالب په نامه په شخصي فرمایش وځغلول. اوس په عین ډول عطا محمد نور چې ملکي مقام دی، غواړي له دې لارې هغه قول اردو او امنیتي شیرازه تر طالب مخکې فتح کړي چې دده د شخصي مداخلو مخه یې وربنده کړې وه. که فکر وکړو چې شمال کې د طالب پرضد په جګړه کې ددوی صلاحیتونه د ملي اردو او پولیسو تر قوماندانانو زیات او د تعمیل وړ دي، نو هلته به ډیر زر امنیتي تشکیلات هم دوی ته تابع شي او دفاع او کورنیو چارو وزارت هدایات او پلانونه به سر وخوري.

له بل اړخه که د طالب پرضد جګړه د عطا او دوستم په نظامي مانور سره خطرناکه کېدای شي او عامه روحیه ماتولای شي. ددې دواړو مقاماتو په مداخلې سره طالبان مورال اخلي او عام خلک له یو رواني‌ ډار سره مخ کېږي، چې شمال د ترهګرو پر وړاندې له سقوط سره مخ دی.

په شمال کې د پخوانیو خپل منځي جګړو د صحنو شاهدان اټکل کوي، چې دا د تنظیمي سیالیو لومړني کوښښونه دي، چې د عکس العملونو په ډول د یو بل په مقابل کې زور اخلي. په شمال کې دوستم لاهم په دې ذهني کشمکش کې اخته دی چې شمال زما تر نفوذ لاندې دی او عطا محمد نور فکر کوي، چې دوستم ته باید ثابته کړي چې اوس دلته یو مقتدر والي په بلخ نه بلکې په ټول شمال واک چلوي.

دوی په مرکزي حکومت ټینګار کوي، چې دطالب تر جګړې د نظامي تشکیلاتو او اصولو خوندي ساتل تر هرڅه مهم دي او دې دواړو جنګسالارانو ته باید اجازه ورنکړل شي چې په شمال کې د طالب په نامه د اویایمې لسیزې خونړۍ سیالۍ سره تازه کړي.

تبصره وليکئ