تعلیمي نظام، نیمګړتیاوې او اصلاحات – دویمه برخه

تعلیمي نظام، نیمګړتیاوې او اصلاحات – دویمه برخهله ۲۰۰۲ میلادی کال وروسته د پوهنې له وزارت سره تر سره شوې مرستې تر درې نیم میلیارده امریکايي ډالرو پورې رسیږي. دا مرستې د پوهنې وزارت په بیلابیلو څانګو کې مصرف شوې دي. د بیلګې په توګه د بیارغوني، له سره د ودانیو په جوړونه کې، نصاب جوړونه، چاپ او د ښوونکو د روزني او مسلکیتوب په برخه کې مصرف شوې دي. البته دلته په دې بحث نه کیږي، چې دا پیسي څومره پر ځای لګیدلې دي. دسیګار له وروستي راپور وروسته اوس د دې خبرې اټکل کول چې څومره ښوونځيو ته ودانۍ لرو، څومره بې سرپناه دی، څومره نارینه او ښځینه ښوونکي لرو، څومره ملایان ښوونکي لرو او څومره زده کوونکي لرو ځواب ویل ډېر ګران کار دی. د دې لپاره باید د پوهنې وزارت د (EMIS) څانګه جدی فعاله او کره او دقیق مالومات ټولو (stakeholders) یا اړونده ادارو ته وسپاري. تر څو مالومه شي، چې زموږ د پوهنې وزارت د کمیت له اړخه په کوم ځای کې واقع دی.

د پوهنې وزارت د کمیتي څیړني په اړه د پوهنې وزارت محترم وزیر فاروق وردګ بیلابیل اعداد وړاندې کول خو ډېر په تاسف سره چې زما د شخصي تجربو پر اساس دا ټول اعداد له تیروتنو پاک ندي ، ډېری اعداد یې ډېرې زیاتې تیروتنی لري. باید ښکاره وویل شی چې کله زه خپله شخصا د پوهنې په وزارت کې د تعلیمي ودې د څارني بهیر (MTEG) عملي کارمند او د زده کوونکو د زده کړې د کیفیت د ارزوني، پلان جوړونې او څیړنې مسؤل وم نو ما او زما کاري ډلې ډېر شمېر غلط اعداد له شته نفوس څخه راوباسل. دا تیروتنې هغه مهال موږ ته روښانه شوې چې کله زموږ ۱۷ کسیزه ډله ساحې ته لاړه او هلته یې له کاري ځای څخه په عملي توګه لیدنه وکړه نو مالومه شوه چې هغه اعداد چې د پوهنې محترم مقام موږ ته سپارلي وو، زموږ له عملي او کره مالوماتو سره خورا زیات توپیر لري. ان تر دې چې د پوهنې وزارت لخوا موږ ته احصایه راکړل شوې وه. چې په پلاني ولایت، پلانۍ ولسوالي او پلاني ښوونځي کې دومره هلکان دي او دومره نجونې دي، په ځای د دې چې هلته د نجونو پر ځای د نجونو ټولګی وای خو حساب به سرچپه و د نجونو پر ځای به د هلکانو او بیا دا چې هغه تعداد چې د پوهنې وزارت موږ ته راکړی و، دقیق نه وه.

همداسې په پکتیکا، پکتیا او خوست کې په لسګونو ښوونځي شته چې پیسې او بودیجه یې اخیستل شوې ده خو ودانۍ یې نشته . یانې پیسي اخیستل شوې دی خو د بودیجي په بدل کې ودانۍ نده جوړه شوې . داسې ډېر هوايي ښوونځي (Ghost School) شته چې پر سر یې پیسې اخیستل شوې دي خو نن په دوبۍ، قطر یا اروپا کې خلک پرې کاروبار کوي. یانې د دوی سره د افغان ملت د ماشومانو غم نشته بلکې شخصي غرض او خیانت په سر اخستي دي. پدې خیانت کې زموږ دنظارت څانګه هم شامله ده، ولې دوی ونه شول کولای چې له دې خیانت څخه پرده پورته کړی؟

بل لوري ته د پوهنې وزارت په دې کې پاتې راغلی دی، چې د اداري اصولو له مخې یې د ۳.۵ میلیارده ډالرو په مرسته ونه شول کولای چې یوه مسلکي او ایمانداره اداره رامنځته کړي تر څو  نظارت او امانت کاري یې ترسره کړې وای.

افغانستان کې په زرګونو میلیونه ډالر چې د امریکا د مارشلل پلان (Marshall Plan) په پرتله څو چنده زیات و. امریکا په هغه وخت کې ۱۳ میلیارده ډالر چې اوسمهال ترې ۱۲۰ میلیارده ډالر جوړیږي، مصرف کړل. د یادونې ده چې امریکا دا پیسې د دویم نړیوال جنګ وروسته د اروپا د بیارغوني، ساتنې، صنعتي کولو او له سټالنیزم څخه د ژغورني په موخه مصرف کړې. خو له دې زیاتی پیسې پر افغانستان مصرف شوې ، د پانګوال نظام ۱۰ سلنې ودې ته هم نشي رسیدای. اوس هم زموږ په کلیو کې زموږ ماشومان له لوږې مري، اوس هم په پکتیا، بدخشان، نورستان او جوزجان کې ماشومان د خوراک د کمښت او صحي تګلارې یا پالیسي نه درلودلو له امله ساه ورکوي. د نړۍ له ۷ میلیارده نفوس ۲۵۰ ملیونه ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې دي، خو د افغانستان له ۳۱ میلیونه وګړیو څخه نن هم له ۳۰ سلنه زیات ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه بې برخې دي.

په دا وروستیو کې د تعلیمي ودې د څارنې بهیر (MTEG) او د اسټرالیا د تعلیمي څیړنې شورا (ACER) په همغږۍ د افغانستان په دیارلس ولایتونو کې د زده کوونکو د زده کړې د کیفیت د ارزوني په موخه یوه سروې تر سره کړه چې په هغه کې د شپږم ټولګي ۵۹۷۹ زده کوونکو ګډون وکړ. په دې څیړنه کې له ۱۳ ولایتونو څخه ۱۱۰ ښوونځي وټاکل شول چې د دې ټولټال زده کوونکي ۳۶۱۱۷۲ وو. د جنسیت د انډول په موخه د اتومات نمونه ګېرۍ له لارې چې د کمپیوټر په مرسته ترسره شوې وه د ټولټال نفوس څخه ۴۲ سلنه نجونې وې او نور پاتې یې هلکان وو. همداسې په دې کې ۵۴ سلنه زده کوونکو په دري ژبه زده کړې کولې او نورو ۴۶ سلنه یې په پښتو زده کړې کولې. هغه ماشومان چې ښوونځيو ته تللی شي،

اوس هم د افغانستان په ښوونځيو کې ۱۲.۵ سلنه زده کوونکي د ریاضي یو کتاب په دریو زده کوونکو لولي. همداسې هغه زده کوونکي چې یو کتاب په دوه زده کوونکو لولي سلنه یې تقریبا ۱۰ ته رسیږي. هغه زده کوونکي چې هر یو یې یو کتاب لری، سلنه یې ۷۶ ته رسیږي. د لیک او لوست برخه کې دا سلنه بالترتیب ۱۰، ۱۲.۵ او ۷۶ جوړیږي. جدول روښانوي، چې هغه زده کوونکي چې کتاب نلري، له هغو زده کوونکو څخه د ریاضي، لیک او لوست په برخه کې وروسته دي، ویلی شو چې ۳ څخه تر ۴ میاشتو پورې په درسونو کې شاته پاتې کیږي.که چېرې همداسې هر زده کوونکی د کتاب د نه درلودلو له امله هر کال ۳ څخه تر ۴ میاشتو پورې له کتاب درلودونکو څخه وروسته پاتې کیږي، نو د دې مطلب دی، چې خپل نسل موږ څومره پاتې راوستل غواړو. دا چې د دي ماشومانو رواني، ټولنیز او ودې ژوند به څومره تر اغیز او مایوسۍ لاندې وي، یوې نوی څیړنې ته اړتیا لري، چې باید د دې عواملو (Psychometrics) بخشونه په نظر کې ونیسي.

همداسې د دې څیړني په مرسته روښانه شوې ده، چی ۷۵ سلنه زده کوونکو یې پوښتنلیک ته ځواب ویلی دی، چې دوی کتابتون هم لري، خو د تاسف خبره ده، چې د کتابتون شتون د زده کوونکو د زده کړې پر کیفیت هیڅ ډول اغیز نلري، یانې د کتابتون له شتون څخه هیڅ ډول ګټه نه پورته کیږي. مطلب زده کوونکو ته د اضافي زده کړې په اړه هیڅ ډول لارښوونه نه کیږي او نه ورته ویل کیږي، چې د درسي کتاب پرته اضافي مطالعه په ښه ډول کولای شي، چې ستاسو په روزنه کې رول ولري، خو د دې ډول هڅونې او نوښت لپاره د ښوونکو سره اضافي وخت نشته دی.

نور بیا – – – – – – –

تبصره وليکئ